د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه او اروپا د کډوالو پر کړکیچ غږیږي


په ترکیې کې تقریبا ۲.۲ میلیون مهاجر، چې د سوریې د جګړو نه تښتیدلي، ژوند کوي.
په ترکیې کې تقریبا ۲.۲ میلیون مهاجر، چې د سوریې د جګړو نه تښتیدلي، ژوند کوي.

د ترکیې او اروپايي ټولنې چارواکي د یکشنبې په ورځ ګوري او د کډوالو د روان کړکیچ په اړه خبرې کوي.

تمه ده چې اروپايي ټولنه به د ترکیې سره د ۳.۲ میلیاردو ډالرو مرسته وکړي. په دغو پیسو به ترکیه د هغو کډوالو سره د مرستې او د چارو په سمبالښت کې کار واخلي چې اوس په دغه هیواد کې پراته دي.

په ترکیې کې ۲.۲ میلیونه سوریایان، چې د جګړو نه تښتیدلي دي، ژوند کوي.

د جرمني صدراعظمي انګیلا میرکل، د بروکسل د غونډې نه مخکې، وویل چې «د اروپايي اتحاد او ترکیې د ګډ کاري پلان یوه برخه دا ده چې څنګه غیرقانوني مهاجرت په قانوني مهاجرت واړوي، او څنګه کیدای شي چې په ترکیې کې د مهاجرینو وضعیت ښه شي.»

د ترکیې او اروپايي اتحاد د چارواکو په ملاقات کې به په دې هم خبرې وشي، چې نور څه اضافي تدابیر باید ونیول شي چې اروپايي اتحاد او ترکیې ته د نورو مهاجرینو ورتګ کم شي.

سږکال د هغو مهاجرینو زیاتره برخه چې ځانونه یې د اروپايي اتحاد هیوادونو ته رسولي دي، د ترکیې څخه یونان او یا هم بلغاریا ته تللي او بیا د دغو هیوادونو نه د اروپا غربي هیوادونو ته یې ځانونه رسولي دي.

د بلجیم صدراعظم، چارلیس مېشل وویل چې ترکیې ته به د «سپین چیک» د ورکولو سره مخالفت وکړي. هغه د یکشنبې په ورځ وویل چې دی تمه لري چې ترکیه ورته څرګنده اطمینان ورکړي.

ترکیه او د اروپایي اتحاد چارواکي به د ډسبمر په میاشتې کې هم سره وګوري، او په اروپايي اتحاد کې به د ترکیې د شاملیدو په اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG