د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي اتحاد او ترکيې د مهاجرو په اړه موافقه وکړه


په موافقې کې راغلي چې هغه مهاجرین چې ترکیې نه یونان ته ځي بیرته به ترکیې ته استول کیږي.
په موافقې کې راغلي چې هغه مهاجرین چې ترکیې نه یونان ته ځي بیرته به ترکیې ته استول کیږي.

د اروپايي اتحاد مشرانو د مهاجرینو په اړه د ترکیې سره د هغې موافقې اصلاح شوې بڼه منظور کړه چې په اساس به یې اروپا ته د مهاجرینو د ورتګ مخه ونیول شي.

د اروپایي اتحاد د کمیسیون رئیس ډونالډ ټسک د ترکیې جمهور رئیس احمد داودغلو سره د ملاقات وروسته وویل چې اروپايي اتحاد د مهاجرینو په اړه موافقه بې له کومه تغیره منلې ده.

د اروپايي اتحاد یوه چارواکي وویل چې داوداغلو ورته ویلي و چې که د اروپايي اتحاد مشران موافقې ومني نو دوی به یې هم ومني.

د موافقې په اساس به د مارچ د ۲۰ نیټې نه وروسته چې کوم مهاجرین د ترکیې نه یونان ته ځي، بیرته ترکیې ته استول کیږي.

د دغه په بدل کې به د ترکیې سره، چې اوس هم درې میلیون مهاجر پکښې اوسیږي، مالي مرستې وشي.

په موافقه کې دا هم شامل دي چې په اروپايي اتحاد کې به د ترکیې د غړیتوب پروسه چټکه شي او د ترکیې اتباعو ته به د شینګېن هیوادونو ته د تګ لپاره د ویزې ضرورت نه وي.

په موافقه نیوکه

د اروپايي اتحاد د دې پلان په مسودې باندې د بشري حقونو د دفاع سازمانونو نیوکي کړي دي.

دغه سازمانونه وايي چې د دې پلان معنی به دا وي چې د مهاجرینو نه چې د جنګونو او تروریزم نه تښتيدلي ديسیاسي ګټه واخیستل شي. دوی په ترکیه باندي هم انتقاد کوي او وايي چې د بشري حقونو ښه سابقه نه لري.

مخکې له موافقې نه، د ترکیې صدراعظم ویلي و چې د مهاجرینو موضوع د بشردوستۍ موضوع ده نه یوه سیاسي موضوع:

«زموږ لپاره، د ترکیې لپاره د مهاجرینو موضوع د چنو وهلو موضوع نه ده. دا د بشري ارزښتونو موضوع ده او د اروپايي ارزښتونو موضوع ده. ترکیې ۲.۷ میلیون مهاجر منلي دي، پرته له دې چې څوک ورسره مرسته وکړي.»

د ۲۰۱۵ کال د جنوري د میاشتې نه راپدیخوا اروپا ته ۱.۲ میلیون مهاجر ورغلي دي. په هغو مهاجرو کې چې اروپا ته یې غوښتل چې ځانونه ورسوي، شاووخوا ۴۰۰۰ یې د ترکیې او یونان ترمنځ د مدیترانیې په سمندرګي کې غرق شوي دي.

XS
SM
MD
LG