د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکیې کې په واده کې چاودنې لږ تر لږه ۵۰ کسان ووژل


پيښه د غازي عینتاب په سیمه کې شوې ده چې د سوریې سرحد ته نږدې ده.
پيښه د غازي عینتاب په سیمه کې شوې ده چې د سوریې سرحد ته نږدې ده.

په ترکیې کې په یوه واده کې چاودنه لږترلږه ۵۰ کسه وژلي او شاوخوا ۱۰۰ نور یې ټپيان کړي دي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي چې برید داعش کړی دی.

د ترکیې دولتي خبرې آژانس خبر وکوي چې چاودنه د غازي عینتاب په سیمې کې شوې ده. دغه آژانس ویلي دي چې دغه یو تروریستي برید و.

تر اوسه پورې کومې ډلې د چاودنې مسؤلیت په غاړه نه ده اخیستی. دا درېیم برید دی چې په دې وروستیو څو ورځو کې کیږي او انقرې یې ملامتي د کردانو په کارګر ګوند یا پي کي کي وراچوي.

پي کې کې وسله واله مبارزه په کال ۱۹۸۴ کې د خپلواکۍ لپاره پیل کړه. د هغه وخت نه تر اوسه پورې په جګړو کې ۵۰ زره کسان وژل شوي دي.

بل پلو ته ترکیې ویلي دي چې په سوریې کې به فعاله نقش ولوبوي او اجازه به ورنکړي چې سوریه په قومي لحاظ وویشل شي.

د ترکیې صدراعظم بینالي یلدیرم د شنبې به ورځ په استانبول کې خبریالانو ته وویل: «موږ باید چې [په سوریې کې] د وینو تویدل بند کړو. ماشومان، تنکیان، بې ګناه خلګ باید مړه نه شي.»

«دغه یې علت دی چې ترکیې به فعال نقش ولوبوي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې [په سوریې کې د جګړې] د لا ډیریدو خطر رفع کړي.»

یلدرم وویل چې د سوریې جمهوررئیس بشارالاسد ته به د سوریې په راتلونکي کې کوم نقش ورنکړل شي. خو هغه زیاته کړه چې د انتقال په دوران کې دا ضروري ده چې د اسد سره خبرې وشي، «د دې لپاره چې دا چې زموږ خوښیږي او که نه هغه [د سوریې په جګړه کې] یو اړخ دی»

هغه زیاته کړه: «موږ به د انتقال د پروسې لپاره [ د هغه سره] کښینو او خبرې به ورسره وکړو. . . . خو موږ باور لرو چې پي کي کي، داعش او بشارلاسد د سوریې په راتلونکي کې باید نقش و نه لري.

د ترکیې صدراعظم تشویش وښود چې په سوریې کې پنځه کلنه جګړه د قومونو ترمنځ اختلافات پیدا کړي دي او کردانو یو شمیر سیمې نیولي او د سوریې د عربانو سره، چې د هغه ملک اکثریت جوړوي، وخت ناوخته جګړې هم کوي.

XS
SM
MD
LG