د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو ډله د ترکیې پولیس په سرغړونو تورنوي


د ترکیې پولیس د دیاربکر په ښار کې د عملیاتو په مهال

د ترکیې پولیس د دیاربکر په ښار کې د عملیاتو په مهال

د بشري حقونو د څارنې ډله یا HRW د ترکیې امنیتي ځواکونه د بشري حقونو په سرغړونو تورن کوي.

دغه ډله، چې مرکز یې په امریکا کې دی، وايي چې د ترکیې امنیتي ځواکونو د کردانو د کارګر ګوند یا پي کې کې خلاف په جګرې کې د ملکیانو سره ناوړه چلند کړی دی.

د امریکاغږ ډورین جونز د استانبول نه په خپل رپوټ کې وايي د بشري حقونو د څارنې ډلې په خپل نوي رپوټ کې د ترکیې په پولیسو تور لګولی چې د کردانو د پي کې کې خلاف په جګړې کې یې ځینې سرغړونې کړي دي او د بندیانو سره یې ناوړه چلند کړی دی.

رپوټ د ترکیې د جنوب ختیځې سیمې په اړه دی چیري چې زیاتره اوسیدونکي یې کردان دي. رپوټ په دغه سیمې کې د یو شمیر مواردو په اړه د څیړنو په اساس جوړ شوی دی.

اېما سېنکلیېر ویب د بشري حقونو د څارنې د ډلې سره کار کوي. هغې د ترکیې په اړه څیړنې کړې دي. هغې وویل چې د دوی د څیړنو موندنې ښيي چې په ترکیې کې د ملکیانو خلاف ناوړه چلند شوی دی.

«څه چې موږ یې په اړه اسناد پیدا کړل هغه ویرونکي دي، هغه دا چې د ترکیې په جنوب ختیځ کې پولیسو بیرته ناوړه چلند او شکنجې پيل کړي دي.

«خلګو روغتونو ته ټپیان راوړي وو چې بیا پولیسو دغه خلګ نیول، . . . وهلي او . . . د وژلو ګواښونه یې ورته کول.»

په رپوټ کې د یوې ۱۷ کلن ځوان کیسه هم شامله ده چې زخمي شوی و خو د درملنې اجازه نه وه ورکړل شوې.

د دغه ځوان ډاکتر ادعا کوي چې د دې لپاره چې درملنه په وخت نه وه شوې نو دغه تنکي ځوان د یوې سترګې دید له لاسه ورکړ.

ترکیه او پي کې کې

د جولای د میاشتې راهیسې چې د حکومت او پي کې کې ترمنځ اروبند مات شو او د سولې خبرې ناکامه شوي، د ترکیې پولیسو د کردانو په ځپلو پیل وکړ.

داسې ویل کیږي چې د هغه وخت نه تر اوسه پورې په سلګونه کسان وژل شوي دي. سېنکلیېر ویب وویل چې د هغې څیړونکي ډله تهدید شوې هم ده.

«دغه کیدای شي چې لومړنۍ نښۍ نښانې وي. دا ډیره ګرانه ده چې د ترکیې په جنوب ختیځ کې دې خلګ د سرغړونو او وضعیت په اړه آزادانه خبرې وکړي. هغه کسان چې د پولیسو د ناوړه چلند په اړه شکایت کوي پخپله تعقیبیږي.»

د چارو کارپوهان وايی چې د حساب وکتاب نه موجودیت داسې ویره پیدا کوي چې دغه ډول سرغړوني سیستماتیکه بڼه لري او دغه د ۱۹۹۰ مو کلنو یاد تازه کوي چې د ترکیې د حکومت او د پي کې کې ترمنځ جګړې روانه وه او د بشري حقونو د جدي سرغړونو رپوټونه ورکول کیدل.

تراوسه پورې د ترکیې چارواکو د بشري حقونو د څارنې د ډلې د تورونو په اړه څه نه دې ویلي. ترکیې د دې نه هم انکار کړی و چې د بشري حقونو د دغې دلې د څیړونو سره دې همکاري وکړي.

خو د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ وویل چې د پي کې کې او طرفدارانو سره به یې سازش و نه کړي او که ضرورت یې وي نو د ترکیې حکومت به د دغسې کسانو په خلاف سخت اقدامات وکړي

XS
SM
MD
LG