د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه د اسرائیلو سره خپلې اړیکې بیرته عادي کوي


د ترکیې حکومت د اسرائیلو سره د پخلایني قرارداد لاسلیک کړی دی.
د ترکیې حکومت د اسرائیلو سره د پخلایني قرارداد لاسلیک کړی دی.

د ترکیې پارلمان د ترکیې او اسرائیلو ترمنځ د پخلایني قرارداد تصویب کړ. د دغو دوو هیوادونو ترمنځ د پخلایني قرارداد د روان عیسوي کال د جون په میاشت کې لاسلیک شوی و.

د ترکیې صدراعظم بینالي یلدیرم د شنبې په ورځ وویل چې قرارداد به د سیمې د دغو دوو قدرتونو ترمنځ اړیکې ښې کړي او اختلافات به حل کړي.

د ترکیې او اسرائیلو ترمنځ اړیکې د تیرو شپږو کلنو راهیسې ښه نه وي. اړیکې هغه مهال خرابې شوي چې د اسرائیلو سمندري خواکونو په ۲۰۱۰ کال کې د ترکیې په یوه کښتی باندې برید وکړ.

دغه کښتۍ غزې ته بشري مرستې انتقالول. په پیښې کې ۱۰ ترکان وژل شوي وو.

اسرائیلو په ۲۰۱۰ کال کې د اسرائیلو په یوه کښتۍ برید وکړ
اسرائیلو په ۲۰۱۰ کال کې د اسرائیلو په یوه کښتۍ برید وکړ

اسرائیلو مخکې لا د پیښې په اړه رسمي معذرت غوښتی دی او دا یې منلې ده چې په پیښې کې د وژل شوو کسانو کورنیو او زخمیانو ته ۲۰ میلیون ډالره ورکوي.

دواړه هیوادونه به د یو قراردار په اساس خپل سفیران هم ونوموي. دغه قرارداد تر یو حده د مدیترانیې د ګازو د ګټورې معاملې د عملي کیدو لپاره شوی دی.

د معاملې په اساس، د غزې محاصره به همداسې ادامه پیدا کړي. مخکې، د انقرې یوه غوښتنه دا وه چې په غزې دې تعزیرات دې لیري شي.

اسرائیلو ویلي چې د غزې تعزیرات باید په ځای وي دا ځکه چې حماس ته وسلې قاچاق نه شي. اسرائیلو غزې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره یوازې د اسرائیلي بندرونو له لارو د استعمال اجازه ورکوي.

حماس د فلسطینیانو د پارلماني انتخابات په ۲۰۰۶ کال کې وګټل. دغه ډله د امریکا او اروپایي اتحاد د تروریستي ډلو په لست کې شامله ده.

XS
SM
MD
LG