د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکیې کې به د نومبر په اوله بیا پارلماني انتخابات وشي


په ترکیې کې د جون په میاشت کې پارلماني انتخابات وشول چې هیڅ ګوند پکښې اکثریت و نه ګټل
په ترکیې کې د جون په میاشت کې پارلماني انتخابات وشول چې هیڅ ګوند پکښې اکثریت و نه ګټل

په ترکیه کې به د نومبر د میاشتي په لومړۍ نېټه تر وخت مخکې پارلماني انتخابات وشي.

دا موضوع د سه شنبې په ورځ د ترکیې د انتخاباتو د کمیسیون د رئیس له خوا اعلان شوه.

د دوشنبې په ورځ، د ترکیې جمهوررئیس رجب طیب اردوان د نوو پارلماني انتخاباتو رسمي غوښتنه کړې وه.

د اردوان د عدالت او پراختیا گوند د جون په میاشت کې په پارلمان کې اکثریت لاسه ورکړ.

د عدالت او پراختیا ګوند د ٢٠٠٢م کال نه راوروسته په پارلمان کې اکثریت درلود.

په تیرو دوو اونیو کې، د عدالت او پراختیا ګوند د یو ائتلافي حکومت د تشکلیدو دپاره د مخالفینو سره خبرې وکړي خو خبرې ناکامي شوې.

له بلې خوا ښاغلي اردوان د ترکیې د صدراعظم نه غوښتي دي چې د انتخاباتو د کیدو نه مخکې دې یوه موقتي کابینه جوړه کړي.

د امریکا غږ خبریال ډورین جانز په خپل رپوټ کې وايي چې اوس پام دې ته اوښتی دی چې د کردانو طرفدار د خلګو دیموکراتیک ګوند به تر وخت مخکې انتخاباتو کې څومره کامیابه کیږي.

د جون د میاشتې په انتخاباتو کې د خلګو دیموکراتیک ګوند کافې رایې وګټلې چې پارلمان ته لاره پیدا کړي.

د چارو ډیر شمیر کارپوهان وايي چې که د عدالت او پراختیا ګوند غواړي چې په انتخاباتو کې بریالی شي نو د کردانو د طرفدار ګوند، د خلګو دیموکراتیک ګوند، باید په راتلونکو انتخاباتو کې ۱۰ فیصده رایې و نه ګټي چې پارلمان ته لاره پیدا نه کړي.

XS
SM
MD
LG