د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ایران په اړه د امنیت شورا ته پریکړه لیک وړاندې کوي


تقریبا یقیني‌ ده چې د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې به د ایران به اړه نوی پریکړه لیک تصویب شي.
تقریبا یقیني‌ ده چې د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې به د ایران به اړه نوی پریکړه لیک تصویب شي.

په ملګروملتونو کې د امریکا سفیره وايي چې «په راتلونکو ورځو کې به» د ملګروملتونو د امنیت شورا ته د ایران د اټومي د موافقې د ملاتړ او د نورو مهمو ګامونو د اخیستلو په غرض د یوه پریکړه لیک مسوده وړاندې کړي.

د اسوشیټیډ پرس خبرې آژانس د سفیرې سمنتا پاور له خولې ویلي دي چې په دغو مهمو اقداماتو کې یو یې دا دی چې د ایران په اړه د امنیت د شورا اوسنی پریکړه لیک د نوو محدودیتونو سره چې په خبرو کې ورباندې موافقه شوې ده بدل شي.

سمنتا پاور هیله وښودله چې دغه کار باید «په وخت» وشي. په نوې موافقې کې دا خبره شوې ده چې که چیري ایران د موافقتنامې د اصولو نه سرغړونه وکړي نو بندیزونه به بیرته ورباندې ولګول شي.

دا تقریبا یقیني ده چې نوي پریکړه لیک به تصویب شي دا ځکه چې د ایران سره په خبرو کې د امنیت د شورا پنځه دایمي غړي د ایران سره په د هغه هیواد د اټومي پروګرام په اړه خبرو کې حضور درلودی او د موافقتنامې په مسودې باندې یې توافق درلود.

اقتصادي اثرات:

د ایران سره د دغه هیواد د اټومي پروګرام په اړه د موافقې د اعلان نه وروسته د تیلو قیمتونه راولویدل.

د تیلو قیمتونه د دې لپاره راکم شوي دي چې پيشبیني کیږي چې د بندیزونو د تدریجي لېري کیدو سره به ایران نور تیل هم نړیول مارکیټ ته عرضه کړي.

د ایران د تیلو صادرات د ۲۰۱۲ کال راپدیخوا هغه مهال راولویدل چې غربي هیوادونو په ایران باندې د فشار د راوستلو لپاره په دغه هیواد بندیزونه ولګول.

د نوي موافقې په اساس به په ایران باندې بندیزونه د وخت په تیریدو سره ختم شي، البته که چیري نړیوال نظارین دا یقیني کړي چې ایران د اټومي موافقې اصول رعایتوي.

ملاتړ او مخالفتونه:‌

که څه هم په امریکا کې یو شمیر جمهوري غوښتونکي او ځینې دیموکراتان د موافقتنامې سره مخالفت ښودلی دی، خو ولسمشر اوباما ویلي دي چې موافقتنامه به ایران د دې نه راوګرځوي چې اټومي وسلې جوړې کړي.

سپینه ماڼۍ وايي چې اوباما د چهارشنبې په ورځ په خبرې کنفرانس کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د موافقتنامې په اړه خبرې کړي.

د ملګروملتونو عمومي منشي بان کې مون د ایران د اټومي پروګرام په اړه په مذاکراتو کې مرکچیانو ته مبارکي ورکړه چې د سې شنبې په ورځ یې موافقه وکړه.

افغانستان، پاکستان او اماراتود موافقې هرکلی کړی دی.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد هم د موافقنامې ستاینه کړې ده او د مصر د بهرنیو چارو وزیر موافقتنامه یو مهم پرمختګ بللی دی. د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د موافقتنامې سره سخت مخالفت ښودلی دی.

سعودي ویلي دي چې تل یې تاکید کړی چې یو داسې موافقه دې وشي چې د ایران دې د اټومي سلاوو د جوړولو نه راوګرځوي.

خو د سعودي لخوا په یوې خبرې شوې اعلامیې کې چې د سعودي د رسمي خبرې آژانس لخوا خپره شوه ایران ته خبرداری ورکړل شوی دی چې د بندیزونو د لېري کیدو سره چې کومې پيسې تر لاسه کوي هغه دې په سیمې کې په ناکراریو نه لګوي.

XS
SM
MD
LG