ملګري ملتونه وايي چې داعش په عراق او سوریه کې د ایزدي اقلیت په خلاف په سیستماتیکه توګه وژني، جنسي تیري کړي او د دغه مذهبي اقلیت خلګ یې مریتوب ته اړایستلي دي.
ملګري ملتونو ویلي دي چې د داعش دغه اعمال د نسل وژنې، جنګي جنایت او د بشریت خلاف جنایتونه ګڼل کیدای شي.
د سوریې په اړه د ملګروملتونو د تحقیقاتو کمیسیون په خپل رپوټ کې د عراق په سنجر کې د ایزدیانو په ضد د داعش د قصدي اقداماتو جزئیات خپاره کړي دي. دغه رپوټ د پنجشنبې به ورځ خپور شوی دی.
د کمیسیون مشر پاولو پانیرو ویلي دي چې «نسل وژنه شوې ده او لا ادامه لري.»
داعش د ۲۰۱۴ کال د اګست په میاشت کې د عراق د سنجر سیمه نیولي وه او په دغه سیمه کې یې نارینه او ماشومان چې نه یې غوښتل اسلام ته واوړوي اعدام کړل.
د داعش له لاسه زیاتره ایزدیان دې ته مجبوره شوي وو چې غرونو ته وخیژي، او د دغه لپاره و چې دوی د ډوډۍ، اوبو او دارودرملو د کمښت سره مخامخ ول.
په سنجر کې د داعش بریدونه امریکا دې ته اړه کړه چې د داعش خلاف هوايي بریدونه وکړي او د هغو ایزدیانو سره مرسته وکړي چې په غرونو کې د داعش له خوا محاصره شوي وو.
ملګرو ملتونو ویلي دي چې اوس هم داعش د یزدیانو ۳۲۰۰ ښځې او ماشومان د ځان سره ساتلي دي. داعش د ایزدیانو ښځې مینځې کړي دي او ماشومان یې د داعش لپاره د عسکرو په توګه روزي.
د ملګروملتونو تحقیق کوونکو ویلي دي چې د داغسې جنایاتو لپاره مصونیت نه شته.
تحقیق کوونکو دا هم ویلي دي چې دواړه عراق او سوریه د نسل وژني د ۱۹۴۵ کال کنوانسیون منلی دی او په دغه اساس باید چې د دغسې جنایتو مخه ونیسي او مرتکبینو ته یې سزا ورکړي.
تحقیق کوونکو د ملګروملتونو د امنیت په شورا هم غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې دغه قضیه د جنایاتو نړیوالې محکمې ته راجع کړي.