د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې په اړه د شنبې په ورځ په سویس کې غونډه کیږي


ملګروملتونو ویلي دي چې د سوریې د حلب په ښار کې وضعیت خراب دی
ملګروملتونو ویلي دي چې د سوریې د حلب په ښار کې وضعیت خراب دی

د سوریې په اړه به د شنبې په ورځ د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډون غونډه وشي.

ملګري ملتونه وايي چې د سوریې لپاره د دغه سازمان خاص استازي ته بلنه ورکړل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر او د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر په ملاقات کې ګډون وکړي.

دغه ملاقات د سویس د لوزان په ښار کې د شنبې په ورځ کیږي.

د سوریې لپاره د ملګروملتونو د خاص استازي مرستیال رمزي رمزي تائید کړه چې سټیفن دې میستورا ته د کیري او لاوروف ترمنځ غونډې کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

خو هغه زړه ښه نه کړ چې د مجلس د نتیجې په اړه څه وواي.

رمزي دا ومنله چې تیره اونۍ چې امریکا د روسیې سره د حلب د ښار په اړه خبرې اترې وځنډولې یو ښه اونۍ نه وه.


هغه وویل چې د حلب په شرقي سیمه کې چې د یاغیانو په لاس کې ده وضعیت اوس هم خراب دی او باید چې تشدد کم شي.

د حلب په شرقي برخې کې د سوریې او روسیې د ځواکونو بریدونه د اونیو راهیسې روان دي.

جګړو دا مشکله کړې ده چې سیمې ته مرستې ورسیږي. د حلب په شرقي برخې کې ۲۷۵۰۰۰ کسان پاته دي او ډوډۍ او نورو اولیه موادو ته ضرورت لري.

XS
SM
MD
LG