د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د داعش خلاف پوځي فشار ډیروي


اش کارټر د چهارشنبې په ورځ د امریکا د سنا د پوځي چارو د جرګه ګۍ استماعیه غونډې ته خبرې وکړي
اش کارټر د چهارشنبې په ورځ د امریکا د سنا د پوځي چارو د جرګه ګۍ استماعیه غونډې ته خبرې وکړي

د ولسمشر اوباما اداره وايي چې په عراق او سوریې کې به د اسلامي دولت په ډلې به پوځي فشار ډیر کړي خو د جګړې لپاره به عسکر وا نه ستوي.

د امریکا د دفاع وزیر، چې د سنا د پوځي چارو جرګه ګۍ ته یې د چهارشنبې په ورځ خبرې کولې، وویل چې په لوی شمیر کې د امریکايي قواوو استول به دا مانا ولري چې امریکا د «ډښمن په خوښه» جګړې ته ورځې.

کارټر وویل «که داسې معلوم شي چې په عراق او سوریې کې جګړه امریکايي شي نو کیدای شي چې هغه کسان چې د داعش سره جنګیږي و یا د داعش د واکمنۍ خلاف مقاومت کړي، پرځای به یې زموږ سره جګړه وکړي.»

د امریکا د سنا د پوځي چارو جرګه ګۍ ته په خپلو خبرو کې، کارټر وویل چې د داعش په خلاف جګړې کې باید نړیوال هم خپلې هڅې ډیرې کړي.

د پوځي چارو د جرګه ګۍ رئیس جمهوري غوښتونکي سناتور جان مکین په حیرانۍ ځواب ورکړ.

مکین وویل چې «آیا تاسو په رښتیا باور کوی چې که چیري متحده ایالات هغه خلګ وځپي چې په سان برناردینو کې یې څو امریکایان ووژل او ایا دغه به دوی [داعش] وهځوي؟ ښاغلي وزیر، څه شی چې دوی هڅوی هغه بریا ده.»

مکین زیاته کړه چې «د امریکا په خلاف د داعش ګواښ رښتیا، مستقیم او مخ په ډیریدو دی. موږ دغه جګړه نه ګټو او وخت هم زموږ پر خوا نه دی.»

بل پلو ته، د امریکا د دفاع وزیر اش کارټر ویلي دي چې امریکا به د عراق د الانبار د ولایت د مرکز رمادي د ښار د بیا نیولو لپاره د عراق د پوځ سره خپلې مرستې ډیرې کړي. کارټر وویل:

«د ډیر وخت ناامیدۍ وروسته، موږ اوس د رمادي د نیولو په عملیاتو کې حرکت وینو. . . . امریکا تیاره ده چې عراق ته نور پرسونل، او جنګي هلیکوپترې ورواستوي تر څو چې دغه عراقي قواوي رمادي د افراطیانو نه بیرته ونیسي.»

په تیرو څو ورځو کې، عراقي قواوو د رمادي د ښار د بیرته نیولو په عملیاتو کې پرمختګونه درلوده. عراقي قواوو د دغه ښار دباندې یو پوځي مرکز او د اوسیدو یوه سیمه نیولې ده.

XS
SM
MD
LG