د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي ځواکونه په لیبیا کې د داعش په ضد مبارزه پراخوي


د امریکا د دفاع وزارت وايي چې امریکايي ځواکونه په لیبیا کې موجود دي.

د امریکا د دفاع وزارت وايي چې امریکايي ځواکونه په لیبیا کې موجود دي.

امریکايي ځواکونه په لیبیا کې دي او په دغه هیواد کې د داعش په خلاف د مبارزې د پراخولو لپاره د ځاي ملګرو د پيدا کولو په لټه کې دي.

د امریکا د دفاع د وزارت ویاند پيټر کووک پرون خبریالانو ته وویل «امریکايي ځواکونه په لیبیا کې دي او هڅه کوي چې هلته د [ځايي] قوتونو سره ارتباط برقرار کړي.»

کووک زیاته کړه: «تر څو دا ښه معلومه شي چې هلته کوم قوتونه شته، چې په راتلونکي کې امریکا ورسره مرسته وکړي او ملګرتیا ورسره وکړي.»

ښاغلي کووک وویل چې امریکايي خواکونه په لیبیا کې دي

ښاغلي کووک وویل چې امریکايي خواکونه په لیبیا کې دي

کووک وویل چې په لیبیا کې د امریکا د ځواکونو شمیر کم دی. هغه دا هم وویل چې دغه ځواکونه د لیبیايي چارواکو سره په موافقه لیبیا ته استول شوي دي.

که څه هم د اسلامي دولت ډله یا داعش په لیبیا کې دومره لویه نه ده، خو په تیرو څو میاشتو کې په لیبیا کې دغه ډله قوي شوې ده.

داعش د لیبیا د سرت په ښار او د دغه ښار په شاووخوا کې خپل کنټرول زیات کړی دی.

د امریکا یو چارواکی چې استخباراتي معلومات لري امریکاغږ ته ویلي دی چې د یو محاسبه شوي پلان په اساس د ۵۰۰ په شاووخوا کې د داعش وسله وال د ۲۰۱۵ کال په وروستیو څو اونیو کې د سوریې او عراق نه لیبیا ته تللي دي.

کیدای شي داعش په لیبیا کې ۵۰۰۰ وسله وال ولري.

کیدای شي داعش په لیبیا کې ۵۰۰۰ وسله وال ولري.

د داعش د وسله والو د تعداد په اړه، دغه امریکايي چارواکي وویل چې کیدای شي په لیبیا کې اوس په لیبیا کې داعش شاووخوا ۵۰۰۰ وسله وال ولري.

څو ورخې وړاندې د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې رئیس جنرال جوزیف دنفورډ خبرداری ورکړی و چې په لیبیا کې داعش ټوله سیمه د ګواښ سره مخامخ کړې ده.

جنرال ډنفورډ وویل چې «د داعش د فعالیت د پراخیدو د مخنوۍ لپاره باید سخت پوځي اقدام وشي، خو په داسې یوه طریقه چې د اوږدمهاله سیاسي پروسې سره مرسته وشي.»

داعش د ډیر وخت راهیسې په لیبیا کې د روزنې کمپونه جوړ کړي دي او د هغه ځای نه سوریې او عراق ته وسله وال استوي.

دا مو هم ښایي خوښ شي

XS
SM
MD
LG