د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې انساني قاچاق ماشومانو ته ډیر تاوان رسوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جولای په ۲۷ نیټه د انسانانو د قاچاق په اړه خپل رپوټ خپور کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جولای په ۲۷ نیټه د انسانانو د قاچاق په اړه خپل رپوټ خپور کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې که څه هم «د افغانستان حکومت په بشپړه توګه د انسانانو د قاچاق د ختمولو لپاره ټاکل شوي حداقل معیارونه نه دې عملي کړي، خو بیا یې هم زیاته هڅه کړې ده چې دغه معیارونه مراعت کړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل نوي رپوټ کې چې د انسانانو د قاچاق په اړه یې خپور کړی دی ویلي دي «افغانستان د انسانانو د قاچاق منبع، د ترانزیت لاره او مقصد دی.»

په رپوټ کې افغانستان په دوهمه ډله هیوادونو کې شامل دی. دغه هغه هیوادونه دي چې د انساني قاچاق خلاف یې ټاکل شوي حداقل معیارونه نه دې عملي کړي خو په دې برخې کې یې هڅې کړې دي.

رپوټ وايي چې افغانستان ته هم خلګ قاچاق کیږي او هم د افغانستان نه خلګ قاچاق کیږي.

د انسانانو د قاچاق په رپوټ کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو ویل شوي دي چې په هغو کسانو کې چې په افغانستان کې قاچاق کیږي نارینه، ښځې او ماشومان شامل دي چې په زوره ورباندې کار کیږي او یا هم د فحشا لپاره ورنه کار اخیستل کیږي.

رپوټ زیاتوي چې په افغانستان کې د هیواد نه دباندې تر قاچاق د هیواد دننه قاچاق عام دی.

په رپوټ کې راغلي دي چې انساني قاچاق تر ټولو ډیر تاوان ماشومانو ته رسیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په رپوټ کې ویل شوي دي چې د نورو کارونو ترڅنګ د ماشومانو څخه د غالیو په کارخانو کې، د خښتو په کرو کې، په کور کې د مزدورۍ او د پيسو په مقابل کې د فحشا لپاره کار اخیستل کیږي.

په رپوټ کې راغلي دي چې هغه افغانان چې په پاکستان کې قاچاق شوي دي زیاتره یې ښځې او نجونې دي چې د فحشا لپاره قاچاق کیږي، او اجباري ودونه هم پکښې شامل دي.

په رپوټ کې دا هم راغلي دي چې ځینې داسې کورنۍ هم شته چې خپل ماشومان خرڅوي.

سپارښتنې

رپوټ زیاتوي چې په افغانستان کې د دې پر ځای چې قاچاقبران ونیول شي هغه کسان مکررا محاکمه کیږي او په اخلاقي فساد محکوم کیږي چې د انساني قاچاق قربانیان دي.

په رپوټ کې راغلي دي چې د افغانستان حکومت په دې کې پاته راغلی دی چې اکثریت قاچاقبران د دوی د سرغړونو پخاطر ونیسي او محکمې ته یې راکش کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت دغه رپوټ وايي چې په افغانستان کې په دغسې جرمونو کې د چارواکو لاس لرل یو جدي مشکل دی او د دغسې جرمونو سره د مبارزې لپاره د افغانستان د حکومت سیاسي اراده کمزوره ده.

په رپوټ کې د افغانستان حکومت ته یو لړ سپارښتنې هم شوې دي. په سپارښتنو کې د انساني قاچاق د قانون عملي کیدل، په دغه قانون کې تغیر راوستل، د هغو چارواکو محاکمه چې په دغسې جرمونو کې لاس لري، او د انساني قاچاق خلاف د مبارزې لپاره د لا ډیرو کسان استخدامول شامل دي،

د نوي عصر غلامي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د انسانانو قاچاق، چې په نړیواله کچه یو لوی کاروبار دی، د دې سبب ګرځي چې په میلیونونو کسان استثمار او یا هم ناوړه ګټه ورنه واخیستل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ډول استثمار ته «د نوي عصر د غلامۍ» خطاب کړی دی چې وايي نجونې او ښځې په بې رحمۍ سره فحشا ته مجبوره کوي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نارینه، ښځې، او ماشومان د کم مزد او یا هم بې له مزده د کارونو کولو ته مجبوره کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي دي چې انساني قاچاق او عصري غلامي یو داسې کاروبار دی چې د کاله ۱۵۰ میلیارد ډالره عاید لري.

جان کېري ویلي دي چې پکار ده چې دغه رپوټ د دې سبب شي چې د انساني قاچاق په ضد اقدامات وشي. هغه د حکومتونو نه وغوښتل چې د انساني قاچاق خلاف دې خپل قوانین قوي او عملي کړي.

XS
SM
MD
LG