د لاس رسي وړ اتصالات

کارټر: سعودي د ایران د اټومي موافقې ملاتړ کوي


د امریکا د دفاع وزیر اش کارټر د چهارشنبې په ورځ د سعودي د چارواکو سره وکتل.
د امریکا د دفاع وزیر اش کارټر د چهارشنبې په ورځ د سعودي د چارواکو سره وکتل.

د امریکا د دفاع وزیر وايي چې د سعودي عربستان مشرانو ورته ډاډ ورکړی دی چې د ایران د اټومي پروګرام د محدودولو د تاریخي موافقې ملاتړ کوي.

د امریکا د دفاع وزیر د چهارشنبې په ورځ د عربستان د جدې په ښار کې د پاچا سلمان، د عربستان د دفاع د وزیر محمد بن سلمان او د نورو لوړپوړو چارواکو سره ولیدل.

ښاغلي کارټر خبریالانو ته وویل چې د عربستان چارواکي د ایران سره د اټومي موافقې حمایت کوي. کارټر وویل چې «دواړه پاچا او وزیر د ایران د اټومي موافقې څخه خپل ملاتړ تکرار کړ.»

خو د سعودي عربستان چارواکو تراوسه په عامه نه خو د ایران سره اټومي موافقه غندلې او نه یې هم ورنه ملاتړ کړی دی.

خبرې منابعو په دې وروستیو ورځو کې داسې خبرونه خپاره کړيدي چې ګوندي د سعودي عربستان چارواکي ویره لري چې داسې نه شي چې موافقه په منځني ختیځ کې د ایران دریځ لا پسې قوي کړي او په سیمې کې ناکرارۍ لا پسې ډیرې کړي.

خبرې منابعو د سعودي د ویرې علت دا ښودل شوی دی چې عربستان وايي چې چې داسې نه شي چې د بندیزونو د لېري کیدو سره ایران ته نورې نقدي پیسې هم په لاس ورشي.

خو د امریکا د دفاع وزیر وویل چې سعودي یوازې دا اندیښنه درلوده چې آیا نړیوال مفتشین به په دې قادر شي چې دا تایید کړي چې ایران اټومي موافقه مراعتوي او اټومي وسلې نه جوړوي او څومره د دې امکان شته چې د موافقې نه د سرغړونې په صورت کې په ایران باندې بیرته سمدستې بندیزونه ولګول شي؟

اسرائیلو او اردن ته سفر

کارټر د سعودي د سفر نه مخکې، اسرائیلو او اردن ته هم تللی و چې د ایران د اټومي موافقې په اړه په منځني ختیځ کې د امریکا د دغو ملګرو هیوادنو تشویشونه رفع کړي او دا ورته ووایي چې امریکا به ورسره خپلو پوځي مرستو ته دوام ورکړي.

د سې شنبې په ورځ کارټر به اردن کې د ایتلافي ځواکونو سره په یوې هوايي اډې کې ولیدل. د دغه اډې نه امریکا په کې د عملیاتو لپاره کار اخلي.

د اردن نه مخکې، کارټر اسراییلو ته سفر کړی و او هلته یې د اسرائیلو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره وکتل او ډاډ یې ورکړ چې امریکا به په امنیتي برخې کې ورسره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نتنیاهو په اندېښمنه څېره د ښاغلي کارټر سره روغبړ وکړ او بیا دواړه په بیت المقدس کې د ښاغلي نیتان یاهو په دفتر کې دوه ساعته خبرو ته سره کښیناستل.

وروسته بیا کارټر د غونډې په اړه وویل چې «موږ په ټولو موضوعاتو موافقه نه لرو.» او دا چې بنیامین نتنیاهو ورته واضح ویلي دي چې د اوباما د ادارې سره د ایران د اټومي موافقې په اړه اختلاف لري.

نتنیاهو د سې شنبې په ورځ په یو بیان کې د ایران موافقه «یوه بده موافقه» او «تاریخي اشتباه» یې وبلله.

کارټر د اوباما د ادارې تر ټولو لوړرتبه چارواکی دی چې د ایران سره د تیرې اونۍ د موافقې نه وروسته اسراییلو ته یې سفر وکړ.

XS
SM
MD
LG