د لاس رسي وړ اتصالات

په کانګرس کې د ایران د اټومي موافقې په اړه بحث کیږي


کانګرس د سپټمبر تر ۱۷مې وخت لري د ایران اټومي موافقه ارزیابي کړي او رایه ګیري ورباندې وکړي.
کانګرس د سپټمبر تر ۱۷مې وخت لري د ایران اټومي موافقه ارزیابي کړي او رایه ګیري ورباندې وکړي.

د امریکا د کانګرس غړي د یوې میاشتې رخصتۍ نه وروسته د سې شنبې په ورځ بیرته غونډې پیل کړي. تمه ده چې کانګرس به د ایران د اټومي پروګرام په اړه په موافقې باندې بحثونه وکړي.

د کانګرس غړي د روانې عیسوي میاشتې تر ۱۷نیټې پورې وخت لري د ایران د اټومي پروګرام په اړه موافقه ارزیابي کړي او د رد یا منظورۍ لپاره یې رایه ګیري وکړي.

د امریکا د سنا په مجلس کې دیموکرات ګوند ۴۱ رایې راټولې کړې دي چې د ایران د اتومې موافقې په مخالفت کې د پریکړه لیک مخه ونیسي.

د امریکا د کانګرس په دواړو جرګو کې، جمهوري غوښتونکي اکثریت لري چې د ایران سره د اټومي موافقې مخالفت کوي.

د استازو په مجلس کې چې جمهوري غوښتونکي لوی اکثریت لري د دغه موافقې په مخالفت کې به لایحه پاس شي خو د سنا د مجلس د ملاتړ نه بغیر به دغه کار یوازې سمبولیک ارزښت ولري او بس.

د سنا په مجلس کې د دیموکراتانو ۴۱ رایې راټولې کړې دي چې په دغه سره به د ایران د اټومي موافقې په خلاف کومه لایحه تصویب نه شي. همداراز به ولسمشر اوباما دې ته مجبور نه شي چې د خپل ویټو د حق نه استفاده وکړي. دغه د ولسمشر اوباما لپاره یوه سیاسي بریا ګنل کیږي.

خو، په کانګرس کې به بحثونه د ایران د اټومي موافقې مخالفین ته دا فرصت ورکړي چې یو ځل بیا د موافقې په خلاف خپل غږ پورته کړي.

مخالفین وايي چې موافقه د ایران په ګټه په دې ده چې د آټومي پروګرام زیاتره برخه به یې تاوان و نه رسیږي او په عین وخت کې به په ایران باندې بندیزونه لېري شي چې ایران به په میلیاردونو ډالر ولري چې دغه بیا دا ویره پيدا کړې ده چې دغه هیواد به یې د تروریزم د ملاتړ لپاره استعمال کړي.

د امریکا په شمول د نړۍ شپږو لویو قدرتونو د ایران سره د دغه هیواد د اټومي پروګرام په اړه د جولاي په میاشتې کې موافقه وکړه.

د دغه موافقې په اساس به د ایران اټومي پروګرام محدود شي او په بدل کې به یې په ایران باندې لګول شوي بندیزونه په تدریجي توګه لېري شي.

XS
SM
MD
LG