د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا بي ۵۲ الوتکې د جنوبي کوریا دپاسه پرواز کړی


بي ۵۲ الوتکه چې د یکشنبې په ورځ د جنوبي کوریا د پاسه یې پرواز کړی دی.
بي ۵۲ الوتکه چې د یکشنبې په ورځ د جنوبي کوریا د پاسه یې پرواز کړی دی.

د امریکا یوې بم اچونکې الوتکې د یکشنبې په ورځ د جنوبي کوریا دپاسه پرواز کړی دی. داسې ښکاري چې پرواز د شمالي کوریا لخوا د وروستۍ اټومي ازموینې په ځواب کې شوی وي.

د امریکا بي ۵۲ ډوله بم اچونکې الوتکې چې د امریکا او جنوبي کوریا دوو نورو الوتکو سره یوځای د اوسن د هوايي اډې له پاسه پروازونه کړي دي.

د اوسن هوايي اډه د شمالي کوریا د سرحد په ۷۲ کیلومترۍ کې پرته ده. د پرواز نه وروسته، دغه بي ۵۲ ډوله الوتکه بیرته په ګوام کې د امریکايي هوايي اډې ته ستنه شوې ده.

د امریکا او جنوبي کوریا د قوماندانۍ مرستیال جنرال تیرنس او شانیسي وویل: «امریکا په کلکه په خپلو هغو ژمنو ولاړه ده چې د کوریا د جمهوریت سره او د کوریا په شبه جزیره کې يې د امنیت لپاره کړي دي»

په ۲۰۱۳ کال کې هم چې کله شمالي کوریا خپل درېیمه اټومي ازموینه وکړه نو د امریکا یوې لويې جنګي الوتکې د جنوبي کوریا د پاسه پرواز کړی و.

د بي ۵۲ د الوتکې د پرواز نه څو ساعته مخکې د شمالي کوریا مشر کیم جان اون د شمالي کوریا لخوا د مشکوک هایدرجني بم د ازموینې ننګه وکړه.

هغه وویل: «دغه د یو خپلواک هیواد قانوني حق دی او یو سم عمل دی چې هیڅ څوک ورباندې انتقاد نه شي کولای.»

د شمالي کوریا د اټومي ازموینې وروسته، جنوبي کوریا د شمالي کوریا په ضد د لاډسپیکر په واسطه په سرحدي سیمو کې خپل تبلیغاتي خپرونې بیا پیل کړي. شمالي کوریا د جنوبي کوریا دغه کار د جګړې یو عمل بولې.

د شمالي کوریا لخوا اټومي ازموینې چین هم په غصه کړی دی. چین د شمالي کوریا ملګری هیواد بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG