د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افغانستان کې د قوې په ساتلو غور کوي


د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنیست
د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنیست

سپينه ماڼۍ وايي چې ولسمشر اوباما فکر کوي چې دا مهمه ده چې متحده ایالات دې په افغانستان کې د تروریزم په خلاف د مبارزې لپاره قوه وساتي. خو، ولسمشر اوباما تر اوسه په افغانستان کې د عسکرو د پاته کیدو په اړه تصمیم نه دی نیولی.

د سپينې ماڼۍ ویاند جاش ارنیست د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې «دا، د ولسمشر اوباما په فکر، د امریکا د متحده ایالاتو لپاره مهمه ده چې [د ۲۰۱۶ کال نه وروسته] په افغانستان کې د تروریزم په ضد د مبارزې لپاره قابلیتونه [قوت] وساتي. د دې لپاره چې دغه به د افغانستان د مرکزي حکومت په ثبات باندې تاثیر ولري او د امریکا د ملي امنیت په مهمو ګټو باندې هم تاثیر ولري.»

ښاغلي ارنیست وویل چې که څه هم په افغانستان کې د وسله والو افراطيانو خلاف په جګړې کې مهم پرمختګونه شوي دي خو اوس هم د افغانستان نه د تروریزم ګواښونه شته.

هغه زیاته کړه چې «که څه هم د تروریستي بریدونو خطر د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ نیټې نه کم دی خو اوس هم خطر شته چې موږ یې عادي نه ګنو.»

د نیویارک ټایمز ورځپانې د چهارشنبې د ورځې په ګنه کې لیکلي دي چې «داسې معلومیږي چې ولسمشر اوباما دې ته لیواله دی چې په افغانستان کې کافي عسکر پریږدي چې د القاعدې او اسلامي دولت د ډلې د ځپلو کار وکړي.»

د دغه ورځپاڼې په رپوټ کې لیکلي چې «د اوس لپاره، هغه انتخاب چې په ډیر جدي توګه ورباندې غور کیږي، د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې د پخواني رئیس د جنرال مارټین دیمپسي د تیر دوبي پشنهاد دی چې د تروریزم په ضد د ماموریت لپاره په افغانستان کې د ۳۰۰۰ نه تر ۵۰۰۰ عسکرو وساتل شي.»

جاش ارنست په دې اړه وویل چې ولسمشر اوباما به په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د ساتلو او یا ایستلو په اړه تصمیم ونیسي.

ارنیست وویل چې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت مشران هم وستایل. هغه وویل چې ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله دواړه هڅه کوي چې د افغانستان حکومت او د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ وشي چې د خپل هیواد امنیت پخپله ونیسي.

XS
SM
MD
LG