د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او روسیه په سوریې کې د اوربند د موافقې په نهايي کولو کار کوي


آرشیف: سرګي لاوروف او جان کیري د یکشنبې په ورځ ملاقات وکړ.
آرشیف: سرګي لاوروف او جان کیري د یکشنبې په ورځ ملاقات وکړ.

امریکا او روسیه په سوریې کې د اوربند د موافقې په نهايي کولو کار کوي. د اوربند دغه موافقه به دې ته لاره هواره کړي چې د سوریې جګړه ځپلو سیمو ته بشري مرسته ورورسیږي.

اوس داسې معلومیږي چې امریکا او روسیه په سوریه کې د اوربند په اړه موافقې ته سره نږدې شوي خو ځینې خنډونه لا موجود دي.

داسې هیلې هم پيدا شوي دي چې جمهوررئیس اوباما او د روسیې جمهوررئيس پوټین به په چین کې د جي ۲۰ هیوادونو د غونډې په جریان کې غیر رسمي ملاقات وکړي. خو د دغسې ملاقات لپاره ترتیبات نه دې نیول شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د خپل روسي سیال سرګي لارووف سره د یکشنبې په ورځ وکتل او دواړه به د دوشنبې په ورخ هم وګوري.

کیري د یکشنبې د ورځې د ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل: «دا به مناسبه وي چې زه ووایم چې موږ په دوو ستونزمنو موضوعاتو خبرې وکړي.»

خو هغه د دغو ستونزمنو موضوعاتو په اړه جزئیات ورنکړل.

«موږ به سبا سهار بیا ملاقات وکړو او و به ګورو چې د دې امکان شته چې اختلافات ختم کړو او په دغو موضوعاتو یوه نتیجې ته سره ورسیږو.»

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سرګي ریابکوف وویل چې دواړه لوري یو موافقې ته سره نږدې شوي دي. هغه زیاته کړه چې اوس په ډیره جدي موضوع، چې د اوربند عملي کولو موضوع ده، خبرې کیږي.

د سوریې په جګړه کې تر ۲۵۰۰۰۰ نه دیر کسان وژل شوي دي. په دغه جګړه کې ۱۱ میلیون کسان د سوریې دننه بې ځایه شوي او یا هم د منځني ختیځ هیوادونو او اروپا ته مهاجر شوي دي.

د روسیې او امریکا پوځي چارواکي د څو اونیو راهیسې په سوریې کې د اوربند د جزئیاتو په اړه مجلسونه کوي.

په سوریې کې پخوا هم د اوربند موافقې شوې وي. خو، د ډیر وخت لپاره د اوربند موافقو دوام نه و کړی.

د جي شل غوڼده او په ترڅ کې یي د سوریې په سر د نړیوالو مشرانو بحث:

په چین کې د نړۍ د شلو ځواکمن اقتصاد لرونکو هیوادونو د اقتصادي ودې دوه ورځنۍ نړیواله غونډه د یکشنبې په ورځ پیل شوه. دا هیوادونه د G20 جي شل په نوم یادیږي. ددی غوڼډې په ترڅ کې په سوریې کې جگړه او په سیمه کې د داعش سره مبارزه د خبرو مهمې موضوعاګاڼې وې.

اوباما او اردوغان: دسمبر ۱ - ۲۰۱۵
اوباما او اردوغان: دسمبر ۱ - ۲۰۱۵

د جي شل غوڼډې په ترڅ کې د ترکیی جمهور رئیس رجب طیب اروغان د متحده ایالاتو د جمهور رئیس بارک اوباما سره په لیدنه کې وویل چې ترکیه به په عراق او سوریې کې د تندلارو وسله والو ډلو سره جګړې ته دوام ورکړي. ښاغلی اردوغان پدې هیله دی چې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې مشترکه لار پیدا شي او ترکیه د همداسی یو ایتلاف په چوکاټ کې د داعش د خطر په وړاندې مبارزه وکړي. اردوغان وایي باور لري چې پدې جګړه کې به بریالی شي.

دواړو مشرانو په سوریه کې د پیچلې جګړې پر مختلفو اړخونو خبرې وکړې. د سوریې په جګړه کې نن سبا ډیر هیوادونه دخیل شوي دي چې ترکیه، روسیه او متحده ایالات يي په سر کې راځي.

دا د جمهور رېیس اوباما او جمهور رئیس اردوغان ترمنځ په ترکیه کې د جولای د میاشتې د ناکامې کودتا وروسته لومړنۍ مخامخ لیدنه وه.

د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وایي امریکا به په سوریی کې د تاوتریخوالی د ختمولو لپاره د روسیی سره پر یوې موافقې کولو بیړه ونه کړي او ټول اړخونه به یی ښه وسنجوي. ښاغلي کیري په چین کې د خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په سوریې کې د لا شدیدې جگړې په تړاو تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل چې د د جمهور رئیس اوباما د واضحه څرگندونو څخه ټول پدې پوهیږي چې په سوریې کې د جگړې مسله څومره کړکیچنه ده.

ښاغلي کیري وویل جګړه ځکه کړکیچنه شوې چې گڼ شمیر هیوادونه، لوبغاړي، بنسټونه او سهم لرونکي پکې دخیل دي. هغه وویل د روسیې سره یي تیره میاشت هم ددې مسلی پر بیلو اړخونو زیات کار وکړ چې که څه کیږي نو د سوریې او د حالاتو په ګټه تمام شي. کیري وایي پدې هڅو کې ځنی لویې ستونزې هم شته.

پدې لوبغاړو کې یو مهم او فعال اړخ د ترکیې جمهور رېیس اردوغان دی. هغه په سیمه کې د ترهګرو او په خاصه د داعش سره د مبارزې دپاره هڅې ګړندۍ کړي دي. ښاغلي اردوغان پدې اړوند په چین کې د جرمني د صدراعظمې انگله مرکل سره هم اوږدې خبرې وکړې.

د سوریې په جگړې کې بل شریک هیواد چې د سوریی په چارو کې یې شراکت ته د لویدیځو هیوادونو له لوری د یوه غیر ضروري دخالت په نظر کتل کیږي، د روسیی هیواد دی. د روسیی جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په سوریې کې د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو د هڅو په لړ کې وویل چې د چین او روسیې ترمنځ د همکاریو تمرکز باید په سوریی کې د جنگ پر خاتمی وي چې په سیمه کې د اقتصآدي اړیکو دپاره هم لا هوسا لاره هوارولای شي.

خو د برتانیې نوې صدراعظمې تیریسا مې بیا د جمهور رئیس اوباما سره پدې اړه د خبرو پر مهال په سوریې کې پر سیاسي حل او فصل ټینګار وکړ او زیاته یی کړه چې د مذاکراتو له لارې دغې لویې ستونزې ته د حل داسی سیاسي لاره وموندل شي چې د ټولو سوریاییانو دپاره او په هغه هیواد کې داسې حکومت دپاره چې مونږ سره همکار اوسي، د ثبات رامنځ ته کیدو سبب شي.

صدراعظمې می د روسیې نه غوښتنه وکړه چې د مرستې د موادو کاروانونه په سوریې کې اړو خلکو ته ور ورسوي او پر ملکې وگړو باندې دې خپلې بمبارۍ بندی کړي.

XS
SM
MD
LG