د لاس رسي وړ اتصالات

د استانبول د بریدونو په شان د نورو بریدونو خبرداری


د استانبول د دوشنبې د ورځې په ځانمرګه بریدونو کې ۴۱ کسان ووژل شول.
د استانبول د دوشنبې د ورځې په ځانمرګه بریدونو کې ۴۱ کسان ووژل شول.

د امریکا د کانګرس د مشرانو د جرګې غړي وايي چې د امریکا امنیتي چارواکو ورته ویلي دي چې داعش غواړي چې د نړۍ په بیلابیلو برخو کې بریدونه وکړي.

دغو سناتورانو د چهارشنبې په ورځ د بندو دروازو تر شاه د امریکا د امنیتي ادارو د مشرانو سره د بندو دروازو تر شا وکتل.

د امنیتي ادارو په مشرانو کې د امریکا د دفاع د وزیر اش کارټر، د لوی درستیزانو د کمیټې رئیس جوزیف ډینفورډ او د امریکا د تروریزم خلاف د مبارزې د ملي مرکز رئیس نیکولاس راسموسن شامل وو.

جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو وویل: «د داعش څخه [په عراق او سوریې کې] سیمې نیول کیږي، نو د دغې ډلې لخوا د نورو بریدونو توقع هم کیدای شي.

سناتور روبیو وویل چې د ګواښونو د دفع کولو کار یو چیلنج دی.

دیموکرات سناتور کرس مورفي وویل «داعش [په عراق او سوریې کې] په تښته دی، د دغه لپاره دا مهمه ده چې موږ خپل ملک خوندي کړو.»

تر دې مخکې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې یا سي ای اې رئیس د داعش د بریدونو په اړه خبرداری ورکړ.

هغه وویل چې د ځانمرګه بریدونو مخنیوی مشکل کار دی.

د سي ای اې رئیس جان برېنین خبرداری ورکړی چې کیدای شي چې د داعش ترورستي ډله په امریکا کې هم د استانبول د بریدونو په شان د بریدونو هڅه وکړي.

برېنین یاهو نیوز ته د چهارشنبې په ورځ وویل «تاسو چې د ترکیې په هوايي ډګر کې څه ولیدل، د ځانمرګه واسکټونو په واسطه وشول. په حقیقت کې دا ګرانه نه ده چې داسې واسکټونه دې جوړ کړل شي.»

د امریکا د مرکزي استخباراتو اداره یا سي ای اې وايي چې نښې نښانې ښيي چې د استانبول د اتاترک د هوايي ډګر ځانمرګه بریدونه دې د داعش کار وي.

د استانبول د دوشنبې د ورځې په ځانمرګه بریدونو کې ۴۱ کسان ووژل شول او ډیر شمیر نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG