د لاس رسي وړ اتصالات

کانګرس د ایران د اټومي‌ موافقې په اړه د جزئیاتو غوښتنه وکړه


د چهارشنبې په ورڅ‌ د امریکا د سنا په استماعیه غونډه کې لوړپوړو امریکايي‌ چارواکو برخه اخیستې وه
د چهارشنبې په ورڅ‌ د امریکا د سنا په استماعیه غونډه کې لوړپوړو امریکايي‌ چارواکو برخه اخیستې وه

د امریکا د کانگرس غړو د چهارشنبې په ورځ د دې هېواد په لوړپوړو حکومتي چارواکو باندې فشار واچاوه چې د ایران سره د اټومي تړون په اړه دې د نړۍ وال تفتیش د رژیم یا مقرراتو جزئیات ورته څرگند کړي.

د سنا د مجلس د وسله والو چارو د کمیټې رئیس جمهوري غوښتونکي جان مکېن د تهران او د اټومي انرژۍ د نړۍ والي ادارې تر منځ د تړونونو د څېړلو په اړه د کانگرس د قابلیت د کموالي له کبله اندېښنه وښودله.

ښاغلي مکین ویل چې «دغه پروتوکولونه ډیر مهم دي او موږ په دې پوهیږو چې د ایران په شان یوه هیواد سره د هري موافقې په جزئیاتو کې شیطاني لاسونه کار کوي.»

په دې استماعیه غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر جان کېري، د دفاع وزیر ایش کارټر، د خزانې وزیر جېکوب لو، د اردو د لویو درستیزانو رئیس مارټین ډیمپسي او د انرژۍ وزیر ارنیسټ مونیز برخه اخیستې وه.

ښاغلي‌ مونیز وویل چې«ما شخصا دا اسناد نه دي کتلي.» مکېن سمدستې ورته وویل چې « دا عجبه ده چې تا دا اسناد د تاییدولو د یوه ضرورت په توگه نه دې کتلي.»

مونیز جواب ورکړ چې «زه چې څه ویلای سم هغه دا دې چې دا موافقه د اټومي انرژۍ د نړۍ والي ادارې سره د ایران همکارۍ ته ضرورت لري او دا د دغې ادارې چې استقلال یې موږ ټولو ته ډیر مهم دی،‌ معیاري‌ یې اصل دی.»

XS
SM
MD
LG