د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د داعش د تیلو په ټانکرونو بریدونه پيل کړل


مخکې امریکا د داعش د تیلو په تاسیساتو باندې بریدونه کول، خو پنټاګن وايي چې دغه بریدونه موثر نه وو.
مخکې امریکا د داعش د تیلو په تاسیساتو باندې بریدونه کول، خو پنټاګن وايي چې دغه بریدونه موثر نه وو.

د امریکا د دفاع وزارت وايي چې د اسلامي دولت د ډلې د تیلو په ټانکرونو (د تیلو د انتقال په موټرو) یې بریدونه پیل کړي دي.

پنټاګن ویلي دي چې دا کار یې د دې لپاره کړی چې د تیلو د تولید په تاسیساتو باندې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف د ځواکونو هوايي بریدونو «لږ تاثیر» درلود.

د امریکا په مشرۍ د ایتلاف ویاند ډګروال ستیف وارن د چهارشنبې په ورځ وویل چې د یکشنبې د ورځې راهیسې یې د سوریې په ختیځ کې د تیلو ۱۱۶ ټانکرونه ویجار کړي دي.

ښاغلي وارن وویل چې امریکا په ټانکرونو باندې د برید نه مخکې د تیلو موټرچلونکو ته د هوا له لارې پاڼې اچوي او ورنه غوښتنه کوي چې ټانکر خوشي کړي.

وارن زیاته کړې ده چې داسې نه بریښي چې د ټانکرونو چلونکي دې د داعش وسله وال وي.

د امریکا په مشرۍ د ایتلاف ویاند وویل «احتمال یې شته چې دوی ملکیان وي. . . . موږ نه غواړو چې ملکیان ووژنو. زموږ هدف دا دی چې د اسلامي دولت ډله له منځه یوسو.»

وارن زیاته کړه چې مخکې له دې نه چې د تیلو په ټانکرونو باندې بریدونه پيل شي، دوی د تیلو د رایستلو په تاسیساتو باندې بریدونه کول چې دومره موثر نه وو.

هغه وویل چې په تاسیساتو باندې بریدونه د دې لپاره موثر نه وو چې داعش به ډیر ژر د تاسیساتو ویجاړې شوې برخې جوړولي.

د اسلامي دولت ډله د خامو تیلو د خرڅولو له درکه په میلیونو ډالرو عاید لري او په دغو پیسو خپل عملیات تمویلوي.

وارن په روسیې باندې په دې انتقاد وکړ. هغه وویل چې د روسیې د هوايي بریدونو اهداف سم معلوم نه دي او دی به «حیران نه شي،» که چیري د روسیې په بریدونو کې ملکیان ووژل شي.

وارن زیاته کړه چې روسیه چې کوم تکتیکونه استعمالوي «ضرورت یې یوازې هغه مهال وي چې تاسو ټکنالوجۍ و نه لري، مهارتونه او وړتیاوي و نه لري چې دقیق بریدونه وکړی»

XS
SM
MD
LG