د لاس رسي وړ اتصالات

کانګرس د حکومت لخوا د ټلیفوني مکالمو راغونډول منع کړل


د امریکا سنا د حکومت لخوا د ټلیفوني مکالمو د راغونډول د منع کولو لایحه د سې شنبې په ورځ تصویب کړه

د امریکا سنا د حکومت لخوا د ټلیفوني مکالمو د راغونډول د منع کولو لایحه د سې شنبې په ورځ تصویب کړه

د امریکا کانګرس پرون د سه شنبې په ورځ هغه قانوني لایحه منظور کړه چې د تروریستانو د بریدونو د مخنوي دپاره د حکومت لخوا د خلکو د تلیفوني مکالمو د معلوماتو راغونډول منع کوي.

کانګرس دا فیصله وکړه چې دا کار دې په شپږو میاشتو کې د امریکا د مخابراتو خصوصي کمپنیو ته وسپارل شي.

د سنا مجلس دغه لایحه چې مخکې لا د استازو د مجلس لخوا منظور شوې ده، د ٣٢ په مقابل کې په ٦٧ رایو منظور کړه، او هغه یې ولسمشر باراک اوباما ته واستوله چې توشیح یې کړي.

ښاغلي اوباما په ټویټر کې ویلي دي چې هغه به ژر دغه لایحه توشیح کړي چې په قانون بدله شي. هغه وویل چې دغه نوي مقررات هم ملکي آزادي او هم ملي امنیت دواړه خوندي ساتي.

د دې قانون په اساس حکومت اوس هم د خلکو د تلیفوني مکالمو ریکارډ ته لاسرسۍ درلودلی شي.

په دغه کې د تلیفونونو شمیرې، د تلیفون کولو نېټې او د خبرو وخت شامل دي. خو، حکومت د مخابرو متن او خبرې نه شي اوریدلای.

همداراز به د امریکا د ملي امنیت اداره به یوازې وکړی شي چې د دغو مخابرو معلومات د محکمې په حکم وڅاري او ځان ته یې معلوم کړي خو دغه اداره به یوازې انفرادي مخابروته، د محکمې په حکم، لاسرسۍ ولري.

د ټلیفوني مخابرو د معلوماتو د راټولو دغه نوې هڅې کیدای شي ډیر ژر پيل شي.

XS
SM
MD
LG