د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن په صنعا کې د هوثي وسله والو په طرفدارۍ مظاهرې


د یمن په مرکز صنعا کې په زرګونو خلګو د هوثي وسله والو په طرفدارۍ مظاهرې کړي دي.

مظاهره چیان په خاصه توګه د هغه جنجالي شورا د ملاتړ لپاره د صنعا لارو کوڅو ته راوتلي وو چې ملګري ملتونه او نور غربي هیوادونه یې مخالفت کوي.

د مظاهرو تنظیمونکو دا هم ویلي دي چې مظاهرې د یمن د پخواني جمهوررئیس علي عبدالله صالح په حمایت کې شوې دي. عبدالله صالح په ۲۰۱۲ کال کې د قدرت نه ګوښه کړل شو.

په عین وخت کې، عیني شاهدانو ویلي دي چې د سعودي په مشرۍ د ائتلاف جنګي الوتکو په صنعا کې د جمهوري ریاست په مانۍ او نورو ځایونو بریدونه کړي دي.

د سعودي په مشري ائتلاف، چې امریکا یې ملاتړ کوي، د یمن د حکومت، چې ابو ربو منصور هادي یې مشري کوي، په نفع د هوثي وسله والو په مورچلو باندې هوايي بریدونه کوي.

د پروني بریدونو د تلفاتو په اړه څه نه دې ویل شوي. خو څو ورځې مخکې د سعودي د سرحد سره نږدې په یوه روغتونو باندې په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي دي چې پکښې د بې سرحده ډاکټرانو د ډلې کسان هم شامل وو.

د امریکا پوځ د ملکیانو د وژل کیدو له امله پرون وویل چې دوی به د سعودي په مشري د ائتلاف لپاره د خپلو مشاورانو تعداد کم کړي.

د امریکا د پوځ یوه ویاند په بحرین کې خبریالانو ته وویل چې د امریکا د پوځي مشاورینو شمیر پخوا ۴۵ وو او اوس دغه شمیر تر پنځو کم شوی دی. د امریکا د دفاع د وزارت یوه ویاند وویل چې داسې هم نه ده چې سعودي چې هرڅه وکړي نو امریکا به یې همکاري کوي.

ملګري ملتونه وايي چې د یمن په جګړو کې تر ۶۵۰۰ کسانو پورې وژل شوي دي، چې په دغو کې تر نیمايي یې ملکیان دي.

XS
SM
MD
LG