د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د ایران سره د اټومي موافقې کلکه دفاع وکړه


ولسمشر اوباما د چهارشنبې په ورځ د ایران د اټومي موافقې په اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
ولسمشر اوباما د چهارشنبې په ورځ د ایران د اټومي موافقې په اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

ولسمشر اوباما د ایران سره د اټومي موافقې کلکه دفاع کړې ده. هغه ویلي دي چې موافقه تر ټولو «ښه انتخاب دی چې دا یقیني کړي چې ایران اټومي وسلې نه جوړوي.»

د امریکا ولسمشر باراک اوباما د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې په یو خبرې کنفرانس کې وویل چې د ایران د اټومي پروګرام په سر موافقه «د ټولو هغو لاروچارو مخه نیسي،» چې ایران یې د اټومي بم د جوړلو لپاره استعمالولی شي.

هغه اعلان وکړ چې موافقه به امریکا، د امریکا ملګري هیوادونه او نړۍ «لاډیره خوندي او پرامنه کړي.»

د امریکا ولسمشر وویل چې «دغه اټومي موافقه د امریکا او د امریکا د ملګرو د ملي امنیت د ګټو په پام کې نیولو سره شوې ده. دغه [موافقه] د تر ټولو جدي ګواښ، یانې په اټومي وسلې سمبال ایران مخه نیسي.»

اوباما وویل چې که د ایران د آټومي پروګرام په اړه د موافقې لپاره کانګرس ته مراجعه شوی وای نو د موافقې د تصویب چانس به له لاسه وتلی وای او «تاریخ به بیا زموږ په اړه سخت قضاوت کړی وای»

هغه وویل چې د ایران سره د موافقې د بشپړلو یو بل فرصت «کیدای شي زموږ په ژوند کې مساعد نه شي.»

ولسمشر اوباما وویل چې د ایران سره د امریکا په مشرۍ خبرې، «د امریکا د مشرۍ ډیره قوي نمایندګي کوي.»
ولسمشر اوباما چې د یوه ساعت لپاره یې د خبریالانو پوښتنو ته ځواب وایه، هڅه کوله چې هغه شکایتونه رد کړي چې د موافقې په اړه موجود دي.

ولسمشر اوباما د کانګرس د جمهوري غوښتونکو غړو او د جمهوري غوښتونکو د ګوند د ولسمشرۍ د احتمالي کاندیدانو د پراخه مخالفت سره مخامخ دی.

ولسمشر اوباما وویل چې تمه لري چې د امریکا په کانګرس کې د ایران د موافقې په اړه جدي بحث وشي.

کله چې کانګرس ته د موفقې رسمي متن وسپارل شو، نو کانګرس تر دوو میاشتو پورې وخت لري چې یا یې رد کړي او یا یې هم ومني.

ولسمشر اوباما ژمنه کړې چې که چیري کانګرس موافقه رد کړي نو دی به د خپل ویټو د حق نه استفاده وکړي.

که چیري ولسمشر د کانګرس فیصله ویټو کړي نو بیا به د کانګرس د دواړو خونو د درېیو حصو نه د دوو حصو راېیو ته ضرورت وي چې د ولسمشر د ویټو نه بغیر د کانګرس فیصله تصویب شي.

خو د جمهوري غوښتونکی سناتور جان مکین، چې د ایران د اټومي پروګرام په سر د موافقې مخالف دی، د امریکا غږ سره په مرکې کې دا ومنله چې «احتمال یې شته» چې نهایتا دې د ایران اټومي موافقه تصویب شي. خو هغه وویل چې دوی به «خپله مبارزه پرینږدي.»

ولسمشر اوباما ویلي دي چې د ایران د آټومي موافقې ځینې مخالفینو خبره چې وايي ایران دې اټومي قابلیت و نه لري، که هغه حتا د سوله ییزو مقاصدو لپاره هم وي، غیرواقعي بریښي.

XS
SM
MD
LG