د لاس رسي وړ اتصالات

پټریس د افغانستان ماموریت پیل کړ


امریکايي جنرال ډیوډ پټریس په رسمي ډول د ١۴٠ زره امریکايي او د ناتو د قواوو قومانده ترلاسه کړه.

جنرال پټریس د قوماندې د بدلون په هغو مراسمو کې چې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ایساف په مرکز کې ترسره شول، وویل نهه کلنه جگړه اوس ډیرې حساسې مرحلې ته داخل شویده. هغه وویل، چې زمونږ پوځونه باید دغې وضعې سره مقابله وکړي.

جنرال ډیوډ پټریس د جنرال مک کرستال ځای نیسي. مکریسټل تیره میاشت د یوې مجلې سره د خپلو تبصرو پر سر له کاره گوښه شو.

پټریس وویل چې د قوماندې بدلیدل به د ستراتیژۍ د بدلون په معنی نه وي. اوس هم زمونږ د پوځي ماموریت هدف دادی چې د افغانانو ژوند وژغورو.

پټریس د جمعې په ورځ کابل ته ورسید. هغه تر فشار لاندې دی چې افغانستان کې د طالبانو پرضد په جگړه کې دغه هیواد ته سوله راولي. خو په عین حال کې دا پلان هم لري چې له افغانستان نه بل کال د وتلو په ستراتیژي هم کار پیل کړي.

XS
SM
MD
LG