د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د سولې په جرگې حمله وکړه


کابل نن په داسې حال کې څو چاودنو او د ټوپکو ډزو ولړزاوه چې په دغه ښار کې د سولې یوه لویه جرگه پیلیدله.

وروسته ددی نه چه دټول هېواد تقرېبا شپاړس سوه استازي راټولېدل چې د سولې دری ورځنی کانفرانس د شروع کېدو نه مخکی د جمهور رېس حامد کرزي افتتاحېه وېنا واوری د راکټونو اوازونه په کابل اورېدل کېدل.

طالبانو ددغې حملې مسوولېت په غاړه واخېسته او اعلان ېې وکړ چه څلور تنه په وسلو سمبال ځان وژونکي کسان ېې د سولې د عنعنوی جرگې داخلالولو او حملې په غرض ښار ته لېږلی دي.

د طالبانو ېوه مسوول سړي د اسوسېټېډ پرېس اژانس ته ووېل هدف ېې دادی چه دهغه په وېنا غونډه گډه وډه او تباه کړی.

پولېسو او عېنی شاهدانو ووېل چه تقرېبا دوه راکټونه د هغه مېدان نه لږ لری ولگېدل چه دجرگې خېمه په کی ولاړه ده. کله چه جمهور رېس کرزي خبری شروع کړی نو لومړی راکټ ولگېده خو ښاغلی کرزي دجرگې داستازو نه وغوښتل چه پروا دې نه کوئ او خپلو خبرو ته ېې دوام ورکړ.

عېنی شاهدانو ووېل چه دخبرو نه وروسته جمهور رېس کرزی د زره لرونکو موټرو په ېوه کاروان کی ولاړ.

افغان چارواکی واېې چې امنېتی قواو دوه ځان مرگی بم چوونکی چې کوشش ېې کاوه مجلس ته د ښځو په چادری کې ورننوزی ووېشتل اومړه ېې کړل. بل مشکوک ژوندی ونېول شو. د طالبانو چارواکو ددغی حملی مسوولېت په غاړه اخېستی دی. دجرگی د غړېو د زخمی کېدو رپوټ ندی راغلی.

دافغانستان دکورنېو چارو دوزارت وېاند زمری بشری هم خبرېالانو ته ووېل چه دکانفرانس دځای سره نژدی حکومتی قواو دکابل ختېز محاصره کړی دی. هغه وېل چه په دغه کو رکی طالبان پټ شوی دي.

دجرگې دامنېت دساتلو لپاره په کابل کی په زرگونو عسکر ځای په ځای شوی دي. ددغې جرگې مقصد دادی چه په ملی سطح داسی ېو توافق حاصل شی تر څو طالبان وهڅوی چه خپلی وسلې په زمکه کېږدی.

دکانفرانس دشروع کېدلو نه مخکی، طالبانو نوموړی جرگه بی ارزښته وبلله او دافغانستان اوسنی حکومت ېې ېو بی وسه گوډاگی وباله.

طالبانو افغانستان نه دټولو خارجی عسکرو وتلو غوښتنه کړی ده. د حزب اسلامی ېوې بلی وړې تندروې ډلې هم دغه جرگه بی فاېدی وبلله ځکه چه ېواځی دحکومت په خوښه راټول شوی استازی په کی گډون کوی.

مگر جمهور رېس کرزي په خپله وېنا کی طالبانو ته دسولې لاس وراوږد کړ او پرهغوی ېې غږ وکړ کوم کسان چه دافغانستان ته تښتېدلی دي بېرته دې خپل هېواد ته راستانه شی او په ټولنه کی دې خپل عادی ژوند شروع کړی.

کرزي ووې ېل چه ټول سره وروڼه دي او د ټولو وژلو نه باېد لاس واخېستل شی. کرزي ووېل کوم کسان چه د القاعدې غړي دي او ېا ېې خلک وژلی دی معاف به نه شی.

دشروع کېدو نه مخکی په دغه جرگه باندی ډېر انتقادونه شوی وو. دجمهوری رېاست په انتخاباتو کی دجمهور رئیس کرزی سېال عبداله عبداله وویل برخه به په کی وانه خلی ځکه چه دجرگې په اېجندا کی دعامو افغانانو تشوشونه په کی په پام نیول شوی نه دي.

ځینی خلک پری دا انتقاد کوی چه ډېر کمو ښځو ته په کی برخه ورکول شوی ده. ښاغلي کرزي په جرگه کی دښځو استازو برخه شل فیصده زېاته کړی ده.

مهمه خبره چه په دې جرگه کی پری خبری کېږی داده چه طالبانو سره دسولې په خاطر د چا سره خبری وشی او څوک ېې باېد ورسره وکړی.

په افغانستان کی دخارجی قواو دسرنوشت په باب به هم خبری وشی. لومړئ ورځ ېې فقط تشرېفاتی بڼه لری.

XS
SM
MD
LG