د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې جرگې دوهمه ورځ: طالبانو سره په خبرو غور


د ټول افغانستان نه راغلو آستاځو نن په دوهمه ورځ په کابل کی خپلو خبرو او بحثونو ته دوام ورکړ چی په ملک کي څه د پاسه اته کاله جگړې ختمي کړی.

تقریبا ١٦ سوه آستاځي په ٢٨ کاري جرگه گیو وویشل سول او په دې باندی کار کوی چی څنگه د طالبانو سره روغه جوړه وسی.

په کابل کی نننۍ غونډه په داسی حال کی کیږی چی یوه ورځ مخکی طالبانو وغوښتل په هغي ستري خیمې باندي چی دغه آستاځی په کی راغونډ شوي وو د توغندیو ډزي وکړي. خو توغوندي خیمې ته نژدې ولویدل اوپه گډون کونکو کی یې څوک ژوبل نه کړل.

د توغوندیو لوړو چاودنو او د توپکو جگړې چی وروسته ونښته د جمهوررئیس حامد کرزي هغه افتتاحیه وینا اخلال کړه چی دې غوندي ته یې کوله. هغه د لنډی وقفې نه وروسته د یاغیانو نه وغوښتل چی د خپل ملک د ورانولو نه لاس واخلي او د ټولني ژوند ته ورداخل سی.

چارواکو وویل چی امنیتي قواو دوه ځان مرگه بم چونکي چی غوښتل یې د ښځو په چادریو کی د غونډي خیمې ته ورننوځي ووژل او دریم تن یې ژوندی نیولی دی.

ځینی افغانان دا شک لري چی دا جرگه دي کامیابه سی. انتقاد کونکي وایی چی آستاځي د حکومت له خوا ټاکل سويدي او د یاغي طالبانو فعال غړي په کی نه سته.

نن آستاځيو په دې باندي خبرې وکړې چي د کرزي حکومت به د طالبانو د مشرانو سره مستقیمي خبري کوي که نه او که خبري کوي نو د چا چا سره.

ښاغلي کرزي پرون د چهارشنبې په ورځ په خپله وینا کی وویل چی د القاعدې غړي او هغوی به چی ملکي خلک یې وژلي دي، عفوه نه کړی.

د جرگې آستاځو په پرونۍ غونډه کی پخوانی جمهوررئیس برهان الدین رباني ددې جرگې رئیس وټاکه.

په کابل کی د امریکا سفارت ددې جرگې چی ټاکل سوې سبا د جمعې په ورځ ختمه سی ملاتړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG