د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې جرگه د امریکا په مطبوعاتو کې


واشنگټن پوسټ نن لیکي څو چاودنو د پخلاېنی د جرگی اوله ورځ له ستونزو سره مخ کړله.

نیویارک ټایمز لیکی چې اکثره پښتانه په دی ټینگار کوی چی ېوازې له طالبانو او پاکستان سره خبری به دا جگړه بنده کړای شي.

دمکلاچی ورځپاڼه لېکی، دا توقع نشته ده چې دادری ورځنی جرگه دی کوم ناڅاپی اونوی بدلون منځته راولی.

واشنگټن پوسټ لیکي، چاودنو د پخلاېنی د جرگی اوله ورځ له ستونزو سره مخ کړله. اولنی چاودنه داسی ښکارېدله چې د ېوه راکټ وه.

په داسی حال کې وشوه چې جمهوررئېس حآمد کرزی د جرگی له پارنېستنی نه وروسته وېنا کوله. دغه جرگه د سولی د جرگی په نامه بلل کېږی.

د جمهوررئېس کرزی دوېنا له خلاصدلو نه لنډه شېبه وروسته ، د ټوپکو ډزی شروع شولی او د امنېېتی قواو نېژدی قطعی له مشکوکو برېدوکوونکېو سره هغی خېمی ته نېژدی ډزی شروع کړلی چې جرگه پکی جوړه شوی وه.

ېو څو قېقې وروسته دراکټ ېا هاوان ېوه گولی خېمی ته نېژدی ولگېدله. په دغه خېمه کې تقرېبا ١٥٠٠ استاځی راټول شوی وو.

واشنگټن پوست د حکومت د نطاق فاروق وردگ له قوله لېکی چی دری ځان وژونکېو کوشش وکړ چې خېمی ته نېژدی خپل بمونه والوزوی. په دې جمله کې دوه کسانو چادری اغوستی وه او هغه وویشتل شول اودرېم تن توقېف شوېدی.

ورځپاڼه د فاروق وردگ له قوله لېکی چې امنېتی حالت اوس بالکل تر کنترول لاندی دی. ېو څو دقېقی وروسته دجرگی غونډه بېرته پېل شوله.

واشنگټن پوست لېکی چی دا جرگه دجمهوررئېس کرزی حکومت په دې هېله باندی داېر کړېده چې له طالبانو سره د پخلاېنی او مذاکراتو لپاره بنېادی شراېط وټاکل شی. طالبانو دغه مجلس غندلی دی.

ورځپاڼه لېکی چې اسوشتېد پرېس خبری اژانس ته په ېوه ټېلېفون کې طالبانو ددې حملی مسوولېت په غاړه اخېستی دی.

واشنگټن پوست لېکی چی جمهوررئېس کرزی هم طالبانو جنگېالېو ته د بېرته راستنېدو خواست وکړ: ښاغلی کرزی ووېل هغوی دښمنان ندی، هغوی ددې خاوری بچېان دی.

خو هغه دا خبرداری هم ورکړ چې هغه کسان چې دخلکو وژنی ته ادامه ورکوی هغه به ونه بښل شی.

واشنگټن پوست د ملگرو ملتونو د جگپوړه استاځی سټېفن دی مستورا له قوله لېکی چې کله چاودنه وشوه نو افغان استاځو پرېشانی او شک څرگند نه کړ بلکه ډاډه ناست وو.

سټېفن ډی مستورا وایې چې دهغوی عکس العمل د مقابلی او سرغړونی عکس العمل و. دهغوی له دې عمل نه داسی ښکارېدله چې واېې موږ بېرولی نشئ. دملگرو ملتونو استاځی ووېل چې مرگ ژوبله غېر متوقع نه وه. هغه دامذاکرات ډېر تاوده وبلل اووې وېل چې دواړه خواوې له هغه قدرت نه کار اخلی چې دوی ېې لری.

د ملگرو ملتونو دغه استاځې په احتېاط سره ووېل چی دی د جرگی دغه بهېرته خوشبېن دی.

سټېفن ډی مستورا وايې چې په دې برخه کې له هرچا سره په کافې اندازه اراده شته ده چی په دې پوه شی چې داکار له ېوی خوانه هم په نظامی توگه نشی گټل کېدلی.

د مکلاچی اخبار لېکی چی په داسی حال کې چې دا توقع نشته ده چې دادری ورځنی جرگه دی کوم ناڅاپی اونوی حآلت منځته راولی خو ښاغلی کرزی او دهغه غربی ملاتړ په دې اسره دی چې دا جرگه به افغان جمهوررئېس ته ېو روحی ملاتړ برابر کاندی؛ په داسی حال کې چې هغه ېوه ډېر مهم اوړی ته ځان برابروی.

د برتانېې پخوانې سفر مارک سېډوېل ووېل چې داد افغانستان لپاره ډېره غټه اومهمه هفته ده. ځکه چې په دې هېواد کې دناټو سره د معتبر ملکی استاځی په توگه گډ کار کوی.

مکلاچی لېکی چی د جرگی په غړېو کې دافغانستان سېاستپوهان، مذهبی مشران، قومی مشران، او مدنی چارواکی راټول شوېدی او توقع کېږی چی د ښاغلی کرزی درقېبو ېاغېانو په باب خبری به گرمی او له جنجال نه ډکی وی.

دمکلاچی ورځپاڼه هم لېکی چې جمهوررئېس کرزی دی ملی جرگی ته په دې نظر گوری چی ده به صلاحېت او واک ورکړی چی له طالبانو او دهغو ی له ملاتړو افراطېی انډېوالانو سره په ډېر قاطعېت خبری وکړی.

د جرگی استاځی به په هغه وړاندېز هم غور وکړی چې دتحول اوبدلون په حآل کی دی او نوي تشوېقی امکانات به دهغوېاغېانو لپاره پکی زېات کاندی چی وسله په زمکه کېږدی او بېرته کورونو ته راستانه شی.

مکلاچی واېې چې افغان مشران دا پلان لری چې راستنېدونکېو ېاغېانو ته خاصی روزنی ورکړی، په دې کی به د سواد اموزی کورسونه او د وظاېفو ورکول د طالبانو اونورو ېاغېانو لپاره شامل وی. خو په دې شرط چی هغوی دوسلی ترک کولو ته لېوالتېا څرگنده کړی.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکی چې اکثره پښتانه په دی ټېنگار کوی چی ېوازې له طآلبانو اوپاکستان سره خبری به دا جگړه بنده کړی شی.

پاکستان له ډېر وخت راهېسی دېاغېانو ملاتړ کړېدی. دهغوی ملاتړ ډېر ضروردی ځکه چې زېاتره جگړی د پښتنو په سېموکې روانی دی او طالبانو اکثرېت پښتانه دی.

نېوېارک ټاېمز، دافغانستان د پارلمان ېوه غړی حآجی محمد عمر له قوله لېکی چې زه به درته دسولی دراوستلوپه باب دوه خبری وکړم.

اول باېد دطالبانو له مشرانو سره خبره وشی او دوېمه خبره داده چې پاکستان په دې قانع کړی شی.

نېوېارک ټاېمز د ښاغلی وردگ له قوله لېکی چې جرگه د مشرانو کومېسېونونه جوړولی شی چی دطآلبانو له مشرانو سره خبری پېل کاندی.

خو زېاتره پښتانه واېې چې دا جرگه دوخت ضېاع ده ځکه چې د طالبانو استاځی پکی نشته دی .

د افغانانو د قومی دود سره سم پکارده چې جرگه دواړه دښمنی ډلی ېوه بېطرفه ځای ته سره راولی.

تردی وروسته به غوره کړی شوی مشران د روغی جوړی مذاکرات کوی او بېا سره روغه کوی او دواړه خواوی ېې په منلو مکلفوی.

خو ښاغلی وردگ واېې چې جمهوررئېس کرزی اوله کې دا پلان درلود چې دطالبانواو حزب اسلامی استاځی جرگی ته راوبولی.

د طالبانو شوری له دې سره موافقه کړی وه چې خپل استاځی راولېږی او په مذاکراتوکې برخه واخلی خو له هغو سره اړېکی هغه وخت وشلېدلی چې د طالبانو دوېمه درجه مشر ملا عبدالغنی برادر د جنوری په مېاشت کې ونېول شو.

XS
SM
MD
LG