د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: ډیر ژر به د طالبانو سره د خبرو دویمه مرحله پیل شي


افغانستان: ډیر ژر به د طالبانو سره د خبرو دویمه مرحله پیل شي

افغانستان: ډیر ژر به د طالبانو سره د خبرو دویمه مرحله پیل شي

د طالبانومامورین وایي، افغان طالب مذاکره چیان په قطر کې د امریکایي مامورینو سره د اعتماد او باور د رامنځ ته کیدو دپاره غونډې کوي او دواړې خواووې د سولې د راتلونکو خبرو دپاره تیاری نیسي.

د طالبانو پخوانی مامور مولوي قلم الدین چې د طالبانود امرر با المعروف اونهي عن المنکر، د مذهبي پولیسو مشر ؤ وایي د پنځو کسو طالبانو یوه ډله د مقدماتي خبرو دپاره قطر ته تللې ده.

دی وایي په دې خبرو کې د گوانتانامو د زندان نه د طالب بندیانو د خوشي کیدو په سرخبري شاملې دي.

په عین حال کې افغان مامورینو پرون وویل چې ډیر ژر به د طالبانو سره د خبرو اترو دویمه مرحله شروع شي، په سعودی عربستان کې په دې هیلی غونډې کیږي چې په افغانستان کې لس کلنه جگړه ختمه شي.

پاکستاني مامورینو د طالبانو اوامریکا ترمنځ په تماسونو کې د خپل هیواد د ونډې په اړه د تبصرې نه ډه ډه کړیده. خو د بهرنیو چارو د وزارت نطاق عبدالباسط بیا دا خبره کړیده چې اسلام اباد به په افغانستان کې د سولی او ثبات دپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.

همدغه راز د پاکستان خارجه وزیرې حنا رباني کر ، پرون وویل چې د چارشنبې په ورځ به افغانستان ته ولاړه شي چې د تروریزم په ضد جنگ او د سیاسي روغې جوړې او پخلاینې لپاره په هلو ځلو باندي وغږیږي.

توقع کیږی چې رباني کر، د ښاغلي زلمی رسول سره وگوري اود ولسمشر کرزی احترام ته هم ورشي. امریکایی مامورینو په تازه انکشافاتو تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG