د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وايي له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پيلیږي


اسلام اباد وايي پر طالبانو محدود نفوذ لري
اسلام اباد وايي پر طالبانو محدود نفوذ لري

پاکستان خپل ګاونډي افغانستان ته ډاډ ورکړی، چې له طالبانو سره د سولې خبرې به " په یوه میاشت کې " له سره پیل شي. په اسلام اباد کې د امریکا غږ خبریال ایاز ګل وايي، چې پاکستاني چارواکو د افغانستان د کډوالو وزیر ته دا خبره کړې ده.

د کډوالو افغان وزیر سید حسین عالمي بلخي اسلام اباد ته تللی، هغه د نورو پاکستاني چارواکو سره په خبرو سره د پاکستان د بهرنیو اړیکو د مشر سرتاج عزیز سره هم ولیدل.

وزیر بلخي، له ښاغلي عزیز سره تر خبرو وروسته د افغانستان د حکومت د مخالفو وسله والو سره د سولې د مذاکراتو بیا پیلېدو په اړه هېله من دی.

هغه وویل " ښاغلي عزیز ډاډ راکړ، چې د افغانستان د سولې خبرې به په نژدې یوه میاشت کې له سره پیل شي." خو، هغه په دې اړه ډېر جزییات ورنکړل.

دا خبرې داسې مهال کیږي، چې طالبانو څه موده مخکې په افغانستان کې د خپلو نویو عملیاتو د پیل خبر ورکړ، په همدې اونۍ کې په کابل کې د طالبانو په یو برید کې شاوخوا ۷۰ تنه ووژل شول او سلګونه نور ژوبل شول.

باور کیږي، چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي او د ادعا له مخې له هماغه ځایه په افغانستان کې بریدونه تنظیموي؛ افغان چارواکي پر اسلام اباد ټېنګار کوي د طالبانو مشران د سولې خبرو ته کینوي.

د پاکستان د بهرنیو اړیکو مشر سرتاج عزیز ویلي چې د سولې خبرې به بیا پیلیږي.
د پاکستان د بهرنیو اړیکو مشر سرتاج عزیز ویلي چې د سولې خبرې به بیا پیلیږي.

اسلام اباد مني، چې پر طالبانو " محدود " نفوذ لري، خو وايي چې په افغانستان کې د طالبانو په فعالیتونو کنترول نلري.

ټاکل شوې وه، چې اسلام اباد به د مارچ په لومړیو کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې د مذاکراتو کوربه وي، خو طالبانو په وروستیو شېبو کې په دغو خبرو کې له ګډون کولو انکار وکړ.

پاکستان کې افغان کډوال

که د سولې خبرې بریالۍ شي، ښايي په پاکستان کې مېشت شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو لپاره زړه ښه کړي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزیر د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیولو، توقیف کولو، زورولو اوپه زوره د شړلو او نورو مسایلو باندې له پاکستاني چارواکو سرهخبرې وکړې.

د پاکستان د کډوالو وزیر عبدالقادر بلوچ وویل، افغان وزیر ته یې اطمینان ورکړی، چې د افغان کډوالو د ستونزو په حلولو کې به غوره کوي، خو ویې ویل ناقانونه او نا راجستر شوي افغان کډوال به له ستونزو سره مخامخ وي.

ښاغلي بلوچ زیاته کړه د دغو ستونزو د حل لپاره به د افغان حکومت په مرسته به په یوې میاشت کې د شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغان کډوالو د نومونو د ثبتولو پروسه پیل کړي.

د نوموړي په وینا دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغان کډوال د قانوني اسنادو په اساس ژوند کوي، ښاغلی بلوچ وايي د هغو کډوالو د پاتې کېدو موده به د ۲۰۱۷ کال تر ختم پورې وغزوي، چې قانوني اسناد لري، د هغوی د اوسېدو قانوني موده د ۲۰۱۶ جون په ۳۰ نېټه ختمیږي.

XS
SM
MD
LG