د لاس رسي وړ اتصالات

ارغنديوال: د اسلامي ګوند مشر به انتخاب شي


r Arghandiwal
r Arghandiwal

د افغانستان د اسلامي ګوند مشر عبدالهادي ارغنديوال اشنا راډيو ته وويل چې د حکومت او د گلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې ترمنځ سولې ته ډیرخوشبين دی.

د ښاغلي ارغندیوال په مشری ګوند د حکمتیار له اسلامي ډلې نه جلاشوی ګوند دی چې د افغانستان د عدليې په وزارت کې راجستر شوی دی.

د حکومت او د گلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي گوند ترمنځ له روغې او موافقې لاسليک نه ورورسته چې کله حزب دننه په افغانستان کې خپل فعاليت پيل کړي، نو د اسلامي حزب مشری به څوک کوي ، ارغنديوال که گلبدين حکمتيار؟

ښاغلی ارغنديوال له نوشابې اشنا سره په مرکه کې همدې او نورو پوښتنو ته ځواب ورکوي. دلته یې اوريدلائ شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:33 0:00

XS
SM
MD
LG