د لاس رسي وړ اتصالات

له حزب اسلامي سره د سولې موافقه نهايي شوه


د سولې عالي شورا وايي دا تړون به ډېر ژر امضا شي
د سولې عالي شورا وايي دا تړون به ډېر ژر امضا شي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، چې د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې مسودې پر سر عمومي اجماع شوې او په روانه اونۍ کې به لاسلیک شي.

د شورا د مشر د دفتر رئیس ولي نعیمي امریکا غږ ته وویل، هغه ملاحظات چې په حکومت کې دننه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې د موافقې پر سر موجود وو، ختم شول.

هغه وویل "ډیر ژر به انشا الله دا موافقت‌نامه امضا شي، د امضاء کېدو لپاره تیاری نیول شوی دی."

له بلې خوا د افغانستان اجرائیه ریاست هم تائیدوي، چې د حکومت په کچه ټولې خواوې له اسلامي حزب سره د سولې د موافقې د لاسلیک پر سر سلا کړې ده.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل امریکا غږ ته وویل "د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب سره د افغانستان د سولې خبرې بالاخره وروستي پړاو ته رسیدلي دي، هوکړه لیک نهایي شوی دی."

د تړون مخالفان او ملاتړي

په همدې حال کې د میدان وردګ ولایت یو شمیر اوسیدونکو د افغان حکومت او د اسلامي حزب تر منځ د سولې له موافقې ملاتړ څرګند کړ او له حکومت څخه یې وغوښتل چې له ځنډ پرته دا موافقه لاسلیک کړي.

د پخواني حکومت د پوهنې وزیر فاروق وردګ په کابل کې په همدې مناسبت یوې غونډې ته وویل، چې د میدان وردګ ولسونه د سولې د راوستلو لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

ښاغلي وردګ وویل "غوښتنه مې دا ده چې دا توافق‌نامه له ځنډ پرته لاسلیک او تنفیذ یې کړي، اعمال یې کړي او له حزب اسلامي سره د دې تفاهم‌نامې د عملي کیدو سره سم له طالبانو سره هم ورته اقدام وکړي."

لا تر اوسه په رسمي ډول د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې جزئیات له خلکو سره نه دي شریک شوي، خو افغان حکومت په وار وار ویلي چې وسله والو مخالفو ډلو سره د سولې پر وخت به د افغانستان د اساسي قانون غوښتنې له پامه نه غورځوي.

د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب ترمنځ د سولې موافقې د لاسلیک په تړاو په افغانستان کې ګوندونه بیلابیل نظرونه لري. د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ اسلامي حزب له دغې موافقې ملاتړ کړی خو د دعوت اسلامي ګوند مشر عبدالرب رسول سیاف یې مخالفت کړی دی.

XS
SM
MD
LG