د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د سولې د هڅو ملاتړ وشو


د افغان حکومت او طالبانو استازو څه موده مخکې په لومړي ځل د پاکستان په مرې کې مخامخ خبرې وکړي.

د افغان حکومت او طالبانو استازو څه موده مخکې په لومړي ځل د پاکستان په مرې کې مخامخ خبرې وکړي.

افغان چارواکي وايي، په راتلونکو څو ورځو کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو په دويم پړاو کې، چې د حقاني شبکې مهم غړي به هم پکې شامل وي، مهم مسائل مطرح او سختې خبرې وشي.

ځينې افغانان له طالب وسله والو سره د سولې په تړاو دغو پيل شويو مذاکراتو ته د وروستۍ موقع په سترګه ګوري او له افغان حکومته غواړي، چې په لاس ورغلي دغه مهم چانس څخه پوره ګټه واخلي.

د ملي يووالي حکومت اجرائيه رياست سلاکار غازي نواز تڼي، چې په خوست کې يې د سولې له روانو خبرو اترو څخه د ملاتړ يوې غونډې ته خبرې کولې، دغه مذاکرات د سولې پر لور بريالی ګام وباله.

"زموږ تېر حکومت ونه توانېده، چې د طالبانو ادرس پيدا کړي. اوس خوشبختانه چې په دې وروستيو کې غير رسمي او بيا رسمي خبرې وشوې. ملاعمر هم دا خبرې تاييد کړې او د پاکستان رول هم پکې ډېر مهم دی."

د خوست يو قومي مشر حاجي شريف الله يادې شوې غونډې ته په خبرو کې د سولې رامنځته کېدل نه يواځې د افغانستان، بلکې د سيمې د هېوادونو او دغه راز د نړيوالې ټولنې لپاره ګټور وبلل.

هغه د نورو مشرانو په استازيتوب د سيمې له هېوادونو او د امريکا له متحدو ايالاتو وغوښتل، چې د افغان جګړې د پای ته رسېدو لپاره په روانو خبرو کې په پوره اخلاص سره منځګړيتوب وکړي.

"روانې خبرې د افغانستان، د سيمې د هېوادونو او د نړۍ لپاره اخري چانس دی. زموږ غوښتنه دا ده، چې په دې خپل اخلاص څرګند کړي او هلې ځلې وکړي، ترڅو چې دا طلايي چانس له لاسه ورنکړي."

عام افغانان هم د سولې په اړه له رسنيو څخه خپرېدونکي خبرونه په ډېر غور سره اوري او زيات هيله من ښکاري. دوی په جنګ کې له ښکېلو غاړو غوښتنه کوي، چې له وسله وال مخالفته لاس واخلي.

تورګل ځدراڼ وايي "دومره هيڅ شي ته اړتيا نلرو، لکه څومره يې چې سولې ته لرو. بې ګناه خلک قتلېږي. يوه ورځ دې ډوډۍ وخورو، يوه ورځ دې نه وخورو، خو چې په وطن کې مو سوله وي."

افغان حکومت ته یوې نږدې معتبرې سرچينې ويلي، چې د طالبانو له استازو سره د خبرو دويم پړاو غونډه به راروانه پنجشنبه په چين کې جوړه شوي، خو پاکستان غواړي، چې دا خبرې هم په اسلام اباد کې ترسره شي.

په لومړي ځل افغان حکومت د طالبانو له استازو سره د روانې میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې اسلام آباد ته څېرمه د مري په ښار کې مخامخ څلور ساعته خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG