د لاس رسي وړ اتصالات

پنتاګون: د افغان ځواکونو سره ګډ عملیات د پخوا په شان دي


Defense Secretary Leon E. Panetta and Army Gen. Martin E. Dempsey, chairman of the Joint Chiefs of Staff brief the media in the Pentagon Briefing Room on major budget decisions stemming from the defense strategic guidance, January 26, 2012.

Defense Secretary Leon E. Panetta and Army Gen. Martin E. Dempsey, chairman of the Joint Chiefs of Staff brief the media in the Pentagon Briefing Room on major budget decisions stemming from the defense strategic guidance, January 26, 2012.

د امریکا د دفاع وزارت تاکید کوي چې د افغان امنیتي قواوو سره یې مشترکه عملیات د پخوا په شان ادامه لري. د امریکا د دفاع وزارت دغه خبره په داسي وخت کې کوي چې څو ورځو مظاهرو او په بهرنیو ځواکونو باندې بریدونو کې نږدې ۴۰ کسان، چی څلور امریکایان پکښي شامل وه وژل سوي دی.

د پنټاګون، ویاند، جورج لیټل نن ویل چې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا په دې باور دی چې په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژۍ اساسات د پخوا په شان دي او تغیر پکښی نه دی راغلی.

هغه همداراز وویل چې د ورستیو ورځو پيښې به د امریکا او د هغې د ناټو د سازمان د ملګرو او د افغانستان د حکومت د امنیتی ځواکونو تر منځ اړیکی کمزوره نه کړی.

د دفاع وزارت یو بل ویاند، جان کیربی، بیا وایي چی اوس امریکایی ځواکونه چې د افغان ځواکونو سره کار کوي ډیر متوجې دي او دغه بیا د دوی په عملیاتو باندی تاثیر نه کوی. دوه امریکایان چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت سره یې کار کوي وژل سوی دی او برید کوونکی نه دی نیول سوی.

کیربی ویلي دی چی د پخوا په پرتله، اوس د مظاهرو شمیر کم سوی دی. تیره اونۍ به د ورځی تر ۲۰ ډیری مظاهری کیدلی خو نن د مظهارو شمیر یوازی درې وه. هغه دغه خبري د ویډویی کنفرانس په ذریعه د کابل نه کولی.

کېربی دا هم وویل چی هغه لوي عملیات چی پکښی په سلهاوو افغان او بهرنیو قواوو برخه اخیستی وه او د افغانستان په جنوبی ولایت کی تر سره سوي اوس ختم سوی دی. هغه وویل، چې عملیات چې موخه یې په راتلونکو اوونیو کې چې هوا ګرمیږی د طالب یاغیانو د حملو مخنوی وه کامیابه وه.

XS
SM
MD
LG