د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال پیتریس: د یاغي ګرۍ ضد مبارزه پر مثبته روانه ده


د آمریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان پرون د چارشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان نه د آمریکايي قواوو د راوتلو نیټه یواځي د یوې پروسې پیل دی نه د هغه ملک نه په بیړه د وتلو پلان. سترجنرال ډیویډ پیتریس وویل چې په افغانستان کې د یاغي ګرۍ ضد مبارزه پر مثبته خوا روانه ده.

په زرګونو آمریکايي عسکر د افغانستان په جنوب کې ځای پر ځای کېږي. د آمریکا پوځ وايي چې ډیره ژر به په افغانستان کې د آمریکايي قواوو شمیر ۹۸ زرو قواوو ته ورسېږي او د طالبانو سره به مبارزه وکړي چې د افغانستان د حکومت او ناټو پرضد جنګیږي.

که څه هم ناټو اوس ،۴۵۰ روزنکي کمبود لري چې د افغانستان د ملي امنیتي قواوو د روزلو دپاره د چارواکو په قول ورته ضرورت شته خو پوځ دمخه لا د افغانستان په ځینو سیمو کې افغان قواوو ته د امنیتي مسولیت د سپارلو لړۍ پیل کړې ده.

د آمریکا د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان ستر جنرال پیتریس چې په عراق او افغانستان کې د آمریکايي قواوو د ماموریتونو څارنه کوي د آمریکا د سنا د وسله والو قواوو جرګه ګۍ ته یې وویل چې افغان ملي پولیس او ملي اردو په پراخه کچه د خپل ملک دپاره قرباني ورکوي.

جنرال پیتریس داسي وویل،،افغان قواووې په کابل او ځینو نورو سیمو کې د عملیاتو مشري په غاړه لري او په ټول ملک کې په پراخه اندازه په جګړه کې راښکیلې دي او تلفات یې د آمریکايي قواوو په پرتله څو چنده زیات دي.،،

د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما د ۲۰۱۱ کال د جولای د میاشتې نېټه د افغانستان څخه د آمریکايي قواوو د راوتلو لړۍ وټاکله چې ددغه مهال ویش سره زیات شمیر د آمریکا د کانګرس غړي مخالفت لري او پرې نیوکه کوي.

هغه کسان چې د جمهور ریْس اوباما ددغه پلان نه ملاتړ کوي وايي چې دا ډیره ضروري خبر ده چې افغان مشران د خپل ملک د خوندي کولو مسولیت ته غاړه کښېږدي. خو په عین حال کې ددغه پلان مخالفین بیا وايي چې دا پلان په سیمه کې زمونږ ملګرو لکه پاکستان ته ګډووډ پیام ورلېږي .

جمهوري غوښتونکي سناتور جان مکین داسي وویل ،،مونږ اوس مهال خپلو ملګرو او دښمنانو ته یو بې اطمینانه سورنۍ غږوو. هغوی په دې باور دي چې مونږ د ۲۰۱۱ کال د جولای په میاشت کې د افغانستان څخه وځوو،،.

جنرال پیتریس وویل چې دا ډیره مهمه چې د افغانستان د خلګو دپاره پرې تاکید وشي چې د آمریکا متحده ایالات یې د ملک دپاره یو اوږد مهاله تعهد لري او د دغه ملک نه د آمریکايي قواوو وتل په ملک کې په امنیتي شرایطو پوري اړه لري.

هغه داسي وویل،،د ۲۰۱۱ کال د جولای میاشت داسي نېټه نه ده چې مونږ دوتلو په لاري پسي وګرځو اوپه اصطلاح څراغ مړ کړو بلکې دا د یوې پروسې پیل دی،،.

د یادونې وړ ده چې جمهوري ریاست ته د رسیدو سره سم جمهور ریْس اوباما په افغانستان کې د آمریکايي قواوو شمیر درې چنده کړ. او اوس پر دې باندي باید تصمیم ونیسي چې دغه قواووې څنګه ژر تر ژره کولای شي چې بیرته آمریکا ته راستنې کړي. په عین حال کې زیات شمیر د آمریکا د سنا غړي وايي چې په افغانستان کې د ستونزو نښې نښانې تر سترګو کېږي.

د مارجې د ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې د طالبانو سره جګړه ادامه لري. ددغې ولسوالۍ عملیات د یاغي ګرۍ ضد مبارزې یوه نمونه وه.

ځیني آمریکايي مقامات د افغانستان د جمهور ریْس حامد کرزي د ورستي دریځ په خاطر چې خپل دوه جګپوړي امنیتي مسولین یې د دندو نه ګوښه کړل، اندېښمن دي. دغو دواړو کسانو ته په آمریکا کې په لوړه سترګه کتل کېدل.

د بلي خوا نه داسي ښکاري چې په افغانستان کې ستر ملکي نظامي عملیات د هغه څه نه چې نظامي پلان جوړونکو یې پېشبیني کړې وه، سوکه پرمختګ کوي.

د دغو ستونزو سره سره، د مرکزي قوماندانۍ قوماندان سترجنرال پیتریس وايي چې د آمریکا اعلان شوی مهال ویش پر خپل ځای پاته دی.

هغه داسي وايي،،د یاغي ګرۍ ضد عملیات یوه داسي تجربه ده چې په کې دواړه، کامیابي او ناکامي رامینځ ته کېږي،،.

جنرال پیتریس وویل چې د افغانستان ماموریت داسي نه دی چې آمریکايي قواووې یوه تپه فتح کړي او بیرغ پرې ولګوي او آمریکا ته راسي او د بري په رسم ګذشت کې برخه واخلي. دغه څلور ستوري جنرال زیاته کړه چې د ځنډ او مخ پر زیاتیدو تلفاتو سره سره د افغانستان ماموریت پر مثبته خوا روان دی.

XS
SM
MD
LG