د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال پیټرویس په استماعیه غونډه کې بې هوښه شو


د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان ستر جنرال ډیوډ پیټرویس چې د امریکا د پارلمان په یوې استماعیې غونډې کې یې د افغانستان د جګړې په اړه پرون د سه شنبې په ورځ معلومات ورکول، د څو شیبو لپاره بې هوښه شو.

جنرال ډیوډ پیټریس چې د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د جرګه ګۍ د غړو په وړاندې یې د افغانستان د جګړې په اړه پوښتنو ته ځوابونه ویل د لنډې شیبې لپاره یو ناڅاپه د شاهدۍ په میز باندې سر کیښود او بې هوښه شو.

د جنرال مرستیالان په چټکۍ سره د هغه میز ته ورسیدل خو هغه یوازې څو شیبې وروسته په هوښ شو او د غونډې د تالار نه پخپلو پښو ووت.

د پارلمان غړو جنرال پیټریس پدې خاطر احضار کړی ؤ چې د هغه نه د امریکا د هغه پلان په اړه پوښتنې وکړي چې غواړي د 2011 میلادي کال د جولای په میاشت کې د افغانستان نه د عسکرو ایستل پیل کړي. د پارلمان غړي د هغه په بې هوښه کیدو باندې هک پک شول.

جنرال پیټریس بیا شل دقیقې وروسته بیرته د غونډې تالار ته د یو ګیلاس اوبو سره په خندا راننوت او ویې ویل پدې خاطر بې هوښه شو چې د بدن اوبه یې کمې شوې وې. که څه هم یو څه ګنګس معلومیده خو جنرال پیټریس د پارلمان غړو ته وویل چمتو دی چې د هغوي پوښتنو ته ځوابونه ووایي.

تالار ته تر ستنیدو وروسته جنرال ډیوډ پیټریس او د مشرانو جرګې د وسله والې جرګه ګۍ د رییس سناتور لیون تر منځ پدې سلا وشوه چې غونډه تر سبا پورې وځنډیږي.

جنرال ډیوډ پیټریس وایي چې د هغه د بدن اوبه کمې شوې وې خو سناتور لیون ورته وایي چې تاسو په ریښتیا هم یو ښه شخصیت یاست او ما د خپلو ملګرو سره سلا کړیده چې تاسو ته نن اجازت درکړو او غونډه یې د چارشنبې تر ورځې پورې وځنډوله. "

د امریکا پارلمان دغه غونډه پدې خاطر جوړه کړې وه چې د افغانستان اوسنې وضع وڅیړي ځکه چې په زرګونه تنه اضافي امریکایي عسکر دغه هیواد ته همدا اوس هم روان دي.

وروسته تر چې جمهور رییس اوباما د امریکا په متحده ایالاتو کې د واک چارې په لاس واخیستې په افغانستان کې یې د امریکایي شمیر درې چنده کړ خو هغه دا هم ویلي دي چې د راتلونکې کال په نیمایي کې به په افغانستان کې د عسکرو شمیر لږ کاندي.

د افغانستان په برخې کې د امریکا په پالیسې باندې انتقاد کوونکي وایي چې په افغانستان پرمختګ په هغسې چټکۍ سره نه کیږي لکه څنګه یې چې تمه کیږي.

د امریکا د مشرانو په جرګې کې جمهوري غوښتونکی سناتور جان مکین پدې اړه داسې وایي.

"پخپل سر دا پریکړه کول چې د افغنستان نه به د 2011 میلادي کال د جولای په میاشت کې د امریکایي عسکرو رایستل پیل شي، دا به د شک نه پرته هغه شان اغیزې ولري لکه څنګه یې چې مونږ وړاند وینه کړیده. پدې سره به په افغانستان کې دننه او بیرون مهمو ډلو ته دا فکر ورکړل شي چې امریکا د افغانستان د جګړې ګټلو ته زیاته لیوالتیا نلري بلکه غواړې چې د افغانستان نه واوځي."

د جمهور رییس اوباما د حکومت طرفداران وایي چې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو وتل به د دغه ملک وضعې ته په کتو سره وي، او بله دا چې جمهور رییس اوباما تر دې دمه دا پریکړه هم نده کړې چې د عسکرو د ایستلو پروسه به څومره ګړندې وي.

تمه کیږي چې د افغانستان د جګړې په اړه تازه ارزونه به د همدې کال د ډسمبر په میاشت کې ترسره شي.

له یوې خوا د طالبانو کلک مقاومت او له بلې خوا د هلمند ولایت د مارجې ولسوالې په شاوخوا کې دوامدارو جګړو د بغاوت پر ضد د امریکا د نوې تګلارې په اړه شکونه پیدا کړیدي.

په عین حال کې هغه ستر ملکي او نظامي عملیات چې د افغانستان د جنوبي ولایت کندهار لپاره په پام کې نیول شویدي، د پلان جوړونکو په اند داسې ښکاري چې د د دغو عملیاتو کار هم زیات سوکه روان دی.

د امریکا یو شمیر چارواکو د افغانستان د جمهور رییس حامد کرزي په اړه هم یو څه شک ښودلی دی ځکه چې هغه څه موده وړاندې دوه تنه هغه جګپوړي حکومتي چارواکي له دندو ګوښه کړل چې امریکا پرې زیات بارو او اعتبار کاوه.

د دغو ټولو ستونزو سربیره بیا هم جنرال ډیوډ پیټریس وایي چې په افغانستان کې نظامي مهال ویش د پلان سره سم روان دی.

" د 2011 میلادي کال د جولای میاشت هغه نیټه نده چې مونږ به د افغانستان نه د وتلو لپاره په منډو شو، دا هغه نیټه ده چې د افغانستان وضعې ته په کتو سره به د امنیت ساتنې د مسؤلیت سپارل د افغانستان امنیتي قواوو ته پیل شي او بله دا چې په مسؤلانه شکل به د دغه هیواد نه د امریکایي عسکرو شمیر کم شي. "

د پالیسۍ په چارو کې د امریکا د دفاع د وزارت مرسیتاله میرمن میشل فلورنای چې په غونډې کې یې د جنرال ډیوډ پیټریس سره یو ځای خبرې کولې، د وسله والو خدماتو د جرګه ګۍ غړو ته یې وویل چې ایتلافي قواوو په افغانستان کې د طالبانو د زرو او قوت مخه نیولې ده.

خو میرمن فلورنای دا هم ویلي دي چې د نوې تګلارې د نتیجې په اړه لا وختي ده چې خبرې وشي ځکه چې هغه وایي د افغانستان لپاره د جمهور رییس اوباما په نوې تګلاره کې پوځ اوس په لومړني پړاو کې دی.

XS
SM
MD
LG