د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون: په نظر کې لرو د اسامه د کتاب د لیکونکي پرضد قانوني اقدام وکړو


پنتاګون خبرداری ورکړی دی چې په نظر کې لري چې د هغه پخواني کوماندو عسکر پرضد قانوني اقدام وکړي چې د اسامه بن لادن د وژل کېدو د عملیاتو په هکله یې کتاب لیکلی دی.

په یوه لیک کې چې پرون د پنجشنبې په ورځ پنټاګان یادشوي عسکر ته واستوی ویل شوي دي یادشوي عسکر د هغه تړون مقررات ترپښو لاندي کړي دي چې په پوځ کې د شامیلېدو مخکي یې لاس لیک کړی وو او په هغه کښې د ټولو عسکرو نه د محرمو معلوماتو د ساتلو غوښتنه کېږي.

د امریکا ددفاع وزارت چارواکو دغه کتاب د چاپ نه مخکي نه وو څارلی چې له امله یې اوس د دې زمینه ورته مساعده ده چې د نوموړي عسکر پرضد جنايي دوسیه جوړه کړي.


دغه کتاب د امریکا د سمندري قواوو د نوي سیل ځانګړي کوماندو، ۳۶ کلن عسکر د مارک اوین د مستعار نامه لاندي لیکلی دی.


د هغه په کتاب د اسامه بن لادن د وژل کېدو کیسه د هغه څه نه چې امریکايي چارواکو یې یادونه کړې توپیر لري. دغه عسکر لیکلي چې په عملیاتو کې اسامه بن لادن بې وسلې وو او د یوې خونې په دروازه کې وویشتل شو.

د ولسمشر اوباما حکومت وايي چې د ځانګړو قواوو عسکرو د اسامه بن لادن سره د هغه په خونه کې وسله واله نښته وکړه او عسکرو هغه په سینه او د چپه سترګي پورته په ډزو وویشی البته وروسته له هغه نه چې اسامه بن لادن غوښتل توپک ته لاس کړي.


خو د لیکوال په حواله د ځانګړو قواوو ډلې اسامه بن لادن هغه مهال وویشتی چې په دهلیز کې یې د خپلې خونې سر راایستلی وو او دا نشوای ویل کېدای چې ګوني هغه مسلح و او که نه؟

هغه وايي چې دوي وروسته د اسامه بن لادن اطاق ته پسي ورننوتل او ولیدل چې دوې ښځې د هغه پر مړي باندي ژاړي.

اوین لیکي چې وروسته هغه ښځې د بن لادن نه لیري کړل شوې او بن لادن څو ځلي په سینه کې وویشتل شو ترڅو پوری چې هغه د حرکت ولوېدی. هغه وايي چې وروسته قواوو د هغه په اطاق کې یوه توپنچه او یو کلاشینکوف پیدا کړ.


ټاکل شوې وه چې کتاب د سپټمبر پر ۱۱ مه نېټه خپور شي چې پر امریکا باندي د ۲۰۰۱ کال د ترهګریزو بریدونه د نېټې سره سمون خوری خو وروسته له هغه نه چې ځینو رسنیو د دغه کتاب کاپیانې مخکي د مخکي لاس ته راوړې ، چاپونکي شرکت یې د چاپ نېټه د سپټمبر ۴ مې نېټې ته رالنډه کړه.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند د کتاب او حکومت په بیاناتو کې د تضاد د مسلې په هکله د تبصرې کولو نه ډډه کړې ده.


د دې ترڅنګ چې داسي آوازې دي چې اوېن ددغه کتاب په چاپولو سره د امریکا ملي امنیت په خطر کې اچولی دی، ځینو رسنیو د هغه هویت په ډاګه کړ او د هغه وخت راهیسي نوموړي څو د مرګ ګواښونه د انټرنیټ له لارې ترلاسه کړي دي.
XS
SM
MD
LG