د لاس رسي وړ اتصالات

په پیښور کې د شیعه مذهبو پر عبادت ځای ځانمرگی برید


د پیښور ځانمرگی برید
د پیښور ځانمرگی برید

پاکستاني پوليس وایي چې د جمعې په ورځ د خيبر پښتونخواه ایالت په حيات آباد سيمه کې یوې تکیه خانې ته نژدې په یو ځانمرگی برید، د لاسي بمونو په چاودنو او د وسلو په ډزو کې لږ تر لږه ١٩ کسان وژل شوي او شاو خوا ٦٠ نور ټپیان شوي دي.

په داسې حال کې چې تر دې مهاله د برید پړه چا په غاړه نه ده اخستې، خو له دې وړاندې تيره مياشت د پيښور پر یو ښوونځي چې پوځ یې ملاتړ کاوه او څه دپاسه١٣٠زده کوونکي او ښوونکي په کې ووژل شول، د برید پړه یې پاکستاني طالبانو په غاړه اخستې وه.

د حیات آباد له چاودنې او ډزو وروستو سيمې ته گڼ شمير پوليس او مرستندویان رسیدلي دي او سیمه امنیتي ځواکونو محاصره کړې ده او ژوبل کسان د پیښور ښار ليډي ريډنگ، حيات آباد ميډيکل کمپليکس او نورو روغتونونو ته رسول شوي دي.

منابع وایي په ژوبل شویو کسانو کې د یو شمیر ټپانو حالت نازک دی چې له دې امله د مړو شمير کې د زياتوالي انديښنه شته.

د عملیاتو مشر ميا سعيد، په پيښور کې رسنیو ته وویل چې پدغه پيښه کې دريو ځانمرگو برید کوونکو برخه اخستې وه چې یو تن یې د خپل ځان په الوځولو بريالى شوى دی. هغه وویل په پیښه کې ١٣کسان وژل شوي او له ٥٠ څخه زیات ټپي شوي دي.

عيني شاهدان وایي چې د جمعې د لمانځه پر مهال په تکیه خانه کې درې چاودنې شوي دي، خو پوليسو د شيعه گانو په عبادت ځای کې د چاودنې تائید تر دې مهاله نه دى کړى.

عيني شاهدانو دا هم ویلي چې چې د لمانځه پر وخت پنځه یا شپږ وسله وال کسان چې د امنيتي ځواکونو يونيفورم يې اغوستى و، تکیه خانې ته ننوتي او پر مؤظفو عسکرو یې لاسي بمونه غورځولي او ډزې يې پرې کړې دي.

په حیات آباد کې دا برید په داسې حال کې ترسره شوی چې تيرکال د دسمبر په ١٦ په پیښور کې په یو ښوونځي چې پوځ یې ملاتړ کاوه له برید وروسته پاکستان کې خطرناکو مجرمانو ته د اعدام سزا ورکولو پریکړه شوې او د پاکستان امنیتي ځواکونو په قبائيلي سيمو کې د سخت دریځو په وړاندې عمليات چټک کړي دي.

XS
SM
MD
LG