د لاس رسي وړ اتصالات

د مکرسټل د ګوښه کیدو او پیټریس ټاکل کیدو په اړه د افغانانو نظریات


د جمهور رییس اوباما دا پریکړه چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي قواوو د عمومي قوماندان جنرال سټنلي مکرسټل پر ځای یې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان ستر جنرال ډیوډ پیټریس وټاکه پداسې یوه میاشت کې وشوه چې د افغانستان په جګړې کې د ناټو دعسکرو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

په افغانستان کې د روان میلادي کال د جون میاشت نه یوازې دا چې د نړیوالو عسکرو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه بلکه پدې میاشت کې د امریکا او ناټو د قواوو عمومي قوماندان ستر جنرال سټنلي مکرسټل هم له خپلې دندې استعفاه ورکړه.

د امریکا جمهور رییس براک اوباما د هغه استعفاه ومنله او وې ویل چې پر ځای به یې ستر جنرال ډیوډ پیټریس وټاکي.

که څه هم په امریکا کې کارپوهان پدې نظر دي چې جنرال ډیوډ پیټریس به د پارلمان لخوا د شک نه پرته منظور شي ځکه چې هغه څو کاله د مخه په عراق کی د امریکا د پوځي تګلارې په ښه تطبیق کولو کې ښه نوم ګټلی دی خو د کابل په لارو کوڅو کې بیا عادي افغان ولس د راتلونکې په اړه ناخبره دي.

سمیع الله د جنرال پیټریس د ټاکل کیدو په اړه وایي:

" دلته د جنرال پیټریس په اړه او د هغه د پلانونو په اړه څوک معلومات نلري، خو وایي چې ټول افغانان د جنرال مکرسټل د خدمتونو نه خوښ ؤ او زیاتوي هیله لري چې جنرال پیټریس به هم د هغوي لپاره ښه خدمت وکړي. "

په کابل کې د جنرال مکرسټل ستاینه بیخې عامه خبر ده، یو بل افغان شفیق الله هم د هغه ستاینه کوي.

" د افغانستان په نهه کلنې جګړې کې ملکی خلکو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې وه خو وروسته تر دې چې تیر کال جنرال مکرسټل د ایتلافي قواوو د عمومي قوماندان په صفت وټاکل شو نو د ملکی خلکو په مرګ ژوبلې کې هم کمی راغی. "

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي هم د جنرال مکرسټل ښه ملاتړ کاوه. د کرزي ویاند وحید عمر د خبریالانو سره د جمهور رییس حامد کرزي نظر داسې څرګند کړ.

" د جنرال مکرسټل تګ د خپګان او خواشینونکې خبره ده خو له بلې خوا بیا د جنرال پیټریس ټاکل کیدل یو ښه خبر دی."

وحید عمر یو ځل بیا وایي چې د جنرال مکرسټل پر ځای د جنرال ډیوډ پیټریس ټاکل کیدل یو غوره انتخاب دی. ځکه چې هغه سابقه دار پوځي صاحب منصب دی او بله دا چې د سیمې په اړه ښه معلومات لري.

" د جمهور رییس اوباما د دې پریکړې نه د افغانستان لپاره د هغه تعهد څرګندیږي، ځکه چې جنرال ډیوډ پیټریس د سیمې او افغانستان په اړه ښه باخبره دی او بله دا چې هغه د افغانستان وضع د څه مودې راپدیخوا څارلې ده او هم یې د افغانستان لپاره د امریکا د تګلارې په جوړلو کې ستر رول درلود. "

خو د سیمې کارپوهان بیا وایي چې د جنرال پیټریس لپاره په افغانستان کې زیات کارونه په مخکې پراته دي.

دغه کارپوهان پدې خاطر د جنرال مکرسټل ستاینه کوي ځکه چې هغه په افغانستان کې د ناټو د قواوو ماموریت زیات غښتلی کړ او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر یې خپل ټول پام افغان ولس ته واړاوه.

د پکتیا د ولایت پخواني والي ښاغلي اکرم خپلواک د امریکا غږ ته په کابل کې ویلي دي چې د هغه په عقیده جنرال مکرسټل د تګلارې په بدلولو سره یو ستر کار وکړ.

خپلواک وایي چې د جنرال مکرسټل د ښو کارونو یو دا ؤ سره لدې چې له یوې خوا د ناټو قواوو د طالبانو پر ضد خپلو عملیاتو ته زور ورکړی ؤ خو له بلې خوا هغه څو ځله د افغانستان د جمهور رییس حامد کرزي سره د هیواد جنوبي برخو ته سفر وکړ او هلته یې د قومي مشرانو او سیاسي چارواکو سره وکتل.

" په عملیاتو کې د ټولنې راګډول دا معني لري چې د افغانستان حکومت او د ناټو قواوې پدې باندې کار کوي چې عملیات په ښه شان سره ترسره کړي"

اکرم خپلواک په پای کې یو ځل بیا وایي چې د جنرال مکرسټل بدلول د ګټې پر ځای تاوان زیات لري.

" که چیرته یو داسې قوماندان بدل شي چې د افغانستان د حکومت سره یې اړیکې هم ښې وې او د حکومت او ولس تر منځ یې ښه هماهنګي هم پیدا کړې وه نو زما په اند دا به منفې اغیزې ولري. "

خپلواک دا هم وایي دا به څو میاشتې وخت ونیسي چې په افغانستان کې نوی نظامي قوماندان به د دغه هیواد او د خلکو سره بلد شي. هغه وایي چې اوس په افغانستان حالت ډیر اساس دي ځکه چې له یوې خوا په معمول ډول د اوړي په موسم کې په افغانستان کې تاوتریخوالی زور اخلي. او بله دا چې سږکال به په کندهار کې هم ستر عملیات شي او د پارلماني انتخاباتو لپاره هم چمتوالی نیول کیږي.

XS
SM
MD
LG