د لاس رسي وړ اتصالات

پیټریس په افغانستان کې عسکرو ته لومړنۍ لار ښوونه وکړه


جنرال پیټریس (ښي) جنرال ایکنبری، په کابل کې د امریکا سفیر (چپ)
جنرال پیټریس (ښي) جنرال ایکنبری، په کابل کې د امریکا سفیر (چپ)

په افغانستان کې د امریکا او بین المللی قواو قوماندان جنرال ډیویډ پیټریس چې یوه میاشت پخوايي ددغو قواو قومانده په لاس کې اخیستی ده، تقریبا ١٥٠ زرو عسکرو لپاره خپله لومړی لارښونه کړیده چې دافغانانو لپاره دامنیت او د ښې حکومتداری په ضرورت باندی پکی ټینگار شویدی.

جنرال پیټریس د دری نیمو پاڼو په یو سند کې خپلو قواوو ته دوه لومړی لارښونی کړیدی چې د خلکو امنیت وساتي، خدمت یې وکړي او د ولس په منځ کې ژوند وکړي.

د هغه په ٢۴ ټکو کې داداری فساد او له قدرت نه ناوړه کار اخیستلو په خلاف مبارزه شامله ده چې هغه وايي، دا بیا بغاوت تقویه کوی.

هغه عسکرو ته دا هم وویل، دښمن په نه ستړی کیدونکی توگه تعقیب کړی اوپه ډسپلین او دمحلی خلکو او ددوی دمشرانو په مشوره سخت ورسره وجنگیږی، په داسی حال کې چې دوی پلانونه جوړوی.

په دغه سند کې ډیر ټکی دهغو ټکوسره یوشان دی چې دده نه مخکې جنرال سټینلی مک کرسټل یوکال پخوا خپاره کړی وو.

دهغه کارکونکو داوباما دحکومت په لوړ رتبه مامورانو باندی انتقادونه کړی وو او له هغې نه وروسته دی دجون په میاشت کې مجبور کړی شو چې استعفئ وکړی.

توقع ده چې جنرال پیټریس نوي تکتیکی اوامر په دې هفته کې خپاره کړي.

ددغو اوامرو هدف دادی چې دمک کریسټل ځینی هدایتونه واضح شی په خاصه توگه هغه امرچې ځینی عسکرو ورنه شکایت کاوه چې ددوی قابلیت یې محدود کړی وو چې دخپل ژغورلو لپاره ئې دهوايي ملاتړغوښتنه کوله.

لوړ رتبه ماموران وايي، هوايي حملی باید محدوده شی چې دملکی تلفاتو مخه ونیول شی مگر جنرال پیټریس لاپخوا ویلی دی چې عسکرو ته باید اجازه ورکړل شی چې له خپلوځانونه دفاع وکړی.

جمهوررئیس بارک اوباما دپوځیانو هغې ډلی ته چې په جنگونو کې ئې برخه اخیستی، دخبرو په ترڅ کې دی خبری ته اشاره وکړه چې تکتیکی هدایت به په وخت سره وی په داسی حال کې چې هغه اضافی عسکر افغانستان ته رسیدلی دی چې ده ئې امرکړی و او عملیات پوره زیاتیږی. ښاغلئ اوباما وايي:

تقربیآ ټولې هغه اضافی قواوی چې مائې افغانستان ته دلیږلو امرکړی و، هغه اوس ځای په ځای شویدی . موږ دخپلو افغان او بین المللی انډیوالانوسره په گډه دطالبانو او ددوی دمشرانو په خلاف تعرضی حملی کوو . هغوی سیموته پسی ورځو چې هلته دوی آزاد گرځی او دافغان ملی امنیت قواوی روزل کیږی.

جمهوررئیس وویل، امریکا، دائتلاف او افغان انډیوالان به ئې په افغانستان کې دستونزو سره مخامخ شی مگر هغه وویل، نوی سټراټیجی چې دډیسمبر په میاشت کې ئې اعلان کړیده ، دهغه څه په باره کې پرمختگ کوی چې دی ورته لاس ته راوړلی هدفونه وايي.

مهم هدف القاعدی او دطالبانو په شمول طرفدارانوته ئې ماتی ورکول دی او افغان حکومت او امنیتی قواوی ئې پدی قادره کړی شی چې په راتلونکی کې ترورستان خپلی خاوری ته را پری نږدی.

جمهوررئیس وايي، دی دبلی جولای په میاشت کې له افغانستان نه دامریکائې عسکرو په راتلو پیل کوی مگر ماموران وايي، ددغو عسکرو له وتلونه وروسته به په کلونوکلونو امریکا په افغانستان کې پوره شمیر عسکر او ملکیان ولری.

XS
SM
MD
LG