د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال پېټریس د امریکا له پارلمان نه افغانستان ته ملکي مرستې وغوښتې


جنرال پېټریس د امریکا له پارلمان نه افغانستان ته ملکي مرستې وغوښتې

جنرال پېټریس د امریکا له پارلمان نه افغانستان ته ملکي مرستې وغوښتې

په افغانستان کې د ناټو او امرېکا د قواو قوماندان، جنرال ډېوېډ پیټریس نن د سه شنبی په ورځ د امریکا په پارلمان کې په افغانستان کې د امریکا د جګړې د هڅو په باب بحث وکړ.

جنرال پېټریس د سنا د وسله والې جر ګه ګۍ په مخکی ېوه ورځ وروسته له هغه حاضر شو چې دهمدی موضو ع په اړه یې د امریکا له جمهوررئیس براک اوباما او ددفاع له وزیر رابرت ګیټس سره ملاقات وکړ.

په افغانستان کې د ناټو او امریکا د قواو قوماندان، جنرال ډیویډ پېټرییس وویل دده قواو د ج ګړې په میدان کې ډیر پرمخت ګ کړیدی او طالبان یې له ډېرو مهمو سیمو نه په شا تنبولي دي. خو هغه دا خبرداری ورکړ چې که چیرې د غیر نظامي هڅو لپاره کافې مالي مرسته نه وي چې بیارغونه پرې وشي نو دا ګټي له لاسه وتلی شي.

رپوټ وايی چې جنرال پېټرېېس دا شاهدي نن د سه شنبی په ورځ د امریکا د کان ګرس د وسله جر ګه ګی په وړاندی ورکړله.

جنرال پېټرېېس د تېرکال دعسکرو د زېاتوالی مسله په دې برخه کې وستایله چې یاغیان ېې په شاتنبولی دی او وې ویل چې د امریکا قواوې د افغانستان له یو شمېر سیمونه لکه څنګه یې د سږ کال په وروستیو میاشتو کې پلان جوړ شویدی راوتلی شي.

خو رپوټ چې د جنرال پېټریس غټه اندېښنه داده چې هغه مالی مرسته چې د ملکی هڅو لپاره ورکول کېږی هغه به کافې نه وي چې هغه امنېتی ګټی خوندي وساتي چې پوځ لاسته راوړې دي.

سپېنه ماڼۍ وايی چې جمهوررئېس براک ا وباما ، جنرال پېټریس او رابرت ګېټس په دې بحث وکړ چې په افغانستان کې د عسکرو زیاتون څومره موثر و.

د افغانستان ملی اردو او امنیتی قواو څومره انکشاف کړیدی.

توقع ده چې جمهوررئېس کرزی د مار چ په 21مه باندې اعلان وکړي چې هغه عبوري بهیر څه وخت پیل کیږي چې د یو شمیر سیمو امنیتي مسوولیتونه د ناټو له خوا نه افغان قواو ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG