د لاس رسي وړ اتصالات

پیټریس: په افغانستان کې پرمختګ شوې خو سختې جګړې لا په مخکې دي.


امریکایي جنرال ډیویډ پیټریس چی جمهوررئیس براک اوباما غواړي په افغانستان کي یې د امریکا او ناتو د قواو د عمومي قوماندان په توګه هغه ملک ته واستوي، د سه شنبې په ورځ د امریکا سناتورانو ته وویل چی د نوي ستراتیژۍ او زیاتو عسکرو په باب چي جمهوررئیس یې د تیر ډیسمبر په میاشت کي اعلان وکړ، د کامیابۍ نښي موجودي دي

. ډیویډ پیټریس د مشرانو د جرگې د وسله والو خدماتو کمیټې ته وویل چی د امنیت په راوستو او د افغانستان د حکومت او امنیتي قواو د پرمختگ د پاره هلي ځلي به د مشکلاتو سره مخامخ وي، مگر هغه وویل چی دی په بریالیتوب باندي باور لري.

جنرال پیټریس کله چي د امریکا د سناتورانو له خوا استماعیه غونډي ته حاضر شو او د افغانستان په جنوب کي د توقع په خلاف د سوکه پرمختگ او د نوي ستراتیژۍ د ناکامۍ د نښو نښانو د راپیدا کیدو په باب یې د هغوی پوښتنو ته ځوابونه ویل نا آرامه غوندي ښکاریده. هغه وویل چی جمهوررئیس خپله دغه ستراتیژي فقط ددې تیر ډیسیمبر په میاشت کي اعلان کړې ده او دا چي د امریکا او متحدینو اضافي عسکر لا ټول افغانستان ته نه دي رسیدلي.

" زه فکر کوم چي سخته جگړه لا پاته ده. او دا جکړه به په راتلونکو څو میاشتو کی نوره هم پسې سخته سي. موږ په داسی حال چی د دښمن د پټیدو په ځایونو باندي حملې کوو او دې ته یې نه پریږدو چی په آزادۍ سره اقدامات وکړي، نو دښمن به هم متقابلي حملې کوي. مگر موږ ددې سختو جگړو په حال کي دا باید په یاد ولرو چي په هغه ملک کي د پرمختگ امکانات سته، ځکه چي موږ دا پرمختگ په امنیتي چارو کي د کامیابیو په بیلو بیلو ډولونو سره لیدلی دی. "

پیټریس د ښونځیو د زده کونکو د شمیر زیاتیدو، د مارکیټونو د تجارتي فعالیتونو پراخیدو او د سړکونو ترمیولو او جوړولو ته اشاره وکړه. هغه وویل چی دی به د عسکرو د زیاتیدو د هغه پلان تطبیقیدو ته دوام ورکړي چی دده نه مخکي د جنرال مکریسټل له خوا چی استعفی یې وکړه، جوړ سوی و. کله چی پیټریس د مکریسټل آمر و، دغه مبارزاتي پلان منظور کړی و. په دې پلان کی غوښتل سوي دي چی د افغانستان د زیاتو سیمو امنیت باید تامین سي، او دا کار باید د مهمو جنوبي سیمو نه پیل سي. د افغان امنیتي قواوي باید تقویه سي او دروغي جوړي په خبرو او اقتصادي پرمختگ کي چټکي راسي.

" د خلکو د امنیت ساتل ددې معنی نه لري چي موږ دی په دښمن پسې نه ورځو. په حقیقت کی د خلکو د ژوند ساتل په هر حال دې ته ضرورت لري چی یاغیان باید ووژل سي یا ونیول سي. "

پیټریس د جمهوررئیس کرزي د روغي جوړی د پلان هرکلی وکړ، مگر هغه وویل چی ډیر یاغي طالبان به د وسلو د تسلیمولو او د افغان د حکومت سره د روغي جوړی د خبرو سره تر هغو علاقه ونه ښئی چی افغان او ائتلافي قواو په هغوي باندي نظامي فشار نه وی اچولی. جنرال پیټریس وویل چی دی به د هربل نظامي قوماندان په ډول د مبارزې په پلان کي یوڅه تغییرات راولي، مگر عمومي پلان به بدل نه کړي.

هغه وویل چی په خاص ډول به د ملکي افغانانو په حفاظت او ساتني باندي ټینگار وکړي چی په دې کی به ائتلافي قواو ته داسي قواعد او مقررات هم وټاکي چي د مرگانۍ قوې په استعمالولو کي به په هغوی باندی محدودیتونه ولگوي. مگر دغه جنرال دې ته هم اشاره وکړه چي دی د ځینو عسکرو د هغو شکایتونو په مقابل کی حساس دی چی وایي په دې مقرراتو کی دومره زیاتي باید ونه سي چی ددوي ژوند په زیات خطر کی واچوي.

" زه دا خپله اخلاقي وجیبه بولم چي د ټولو امکاناتو نه باید کار واخیستل سي چی زموږ ښځینه او نارینه عسکر او همداراز افغان عسکر چی د بین المللي مرسندویو قواو سره اوږه په اوږه ولاړ دي، ژوند خوندي او محفوظ وي. هغوي چی د جگړې په میدان کی جنگیږی، کله چی د سخت حالت سره مخامخ سي نو باید چی هرډول ملاتړ یې وسي. "

جنرال پیټریس وویل چی ده دا خبره د جمهوررئیس کرزي او نورو لوړ پوړو افغان چارواکو سره څېړلې ده او هغوی هم په دې باب موافقه ورسره کړې چی عسکر باید د ځان د ساتنی او حفاظت قابلیت ولري او داچي په دې صورت کی به خامخا ځینی ملکي خلک هم وژل کیږي.

پیټریس دغه راز د جمهوررئیس اوباما د هغه حکم دفاع وکړه چي د افغانستان نه یې د امریکایي قواو د را ایستلو او د افغانستان حکومت ته د بشپړ کنټرول د سپارلو د پاره د ٢٠١١ کال د جولای میاشت وروستی مهلت ټاکلی دی. هغه وویل چی دغه مهلت شاملو ټولو خواو ته د رغونکي احساس ضرورت را پیدا کوي. مگر پیټریس په دې باندي ټینگار وکړ چی د قواو را ایستل باید د موجوده حالاتو له مخي تر سره سي او دا چي امریکایي قواوي او ملکی خلک باید افغانستان ته د اوږدې مودی د پاره متعهدی پاته وي.

" د افغانستان د پارمتعهد پاته کیدل ضروري دي او دا تعهد باید دوامدار وي، او په دې کي باید چی نه طالبان او نه افغان او پاکستاني انډیوالان یې کوم شک او تردید و لري."

ځینو سناتورانو که څه هم چی د جمهوررئیس اوباما په ستراتیژۍ کي د مهلت او نورو مسئلو په باب اندیښنې وښودلې، خو چا په جنرال پیټریس باندي چی په ٢٠٠٧ او ٢٠٠٨ کلونو کی په عراق کی د متحدینو د قواود قوماندان په توگه یې زیات نوم او شهرت ترلاسه کړی، انتقاد ونه کړ. ویل کیږي د مشرانو جرگه به ددې هفتې تر پای پوري د جنرال پیټریس مقرري منظوره کړي او هغه به د بلي هفتې په سر کي کابل ته ولاړ سي چي خپله دا نوې دنده اشغال کړي.

XS
SM
MD
LG