د لاس رسي وړ اتصالات

پیټریس په کنړ کې د دوو هلکانو د وژل کېدو د تحقیق امر کړی


پیټریس په کنړ کې د دوو هلکانو د وژل کېدو د تحقیق امر کړی
پیټریس په کنړ کې د دوو هلکانو د وژل کېدو د تحقیق امر کړی

په افغانستان کی دناټو او امرېکاېې قواو عمومی قوماندان جنرال ډېوېډ پېټرېس دسه شنبی په ورځ دکونړ ولاېت دڅوکئ په ولسوالئ کې دناټو د هوايي ځواکونو په ېوه حمله کې د٢ تنو هلکانو د وژلو په باب دتحقېقاتو امر وکړ.

جنرال پېټرېس په کونړ کې د امرېکاېې قواو قوماندان د خپلی وظېفی نه گوښه کړ او د هغه هلېکوپتر عمله یې غیر فعاله کړه چې ویل کیږي په دې حمله کې یې لاس درلود.

د افغانستان دحکومت ماورانو نن ووېل چې دناټو هواېې ځواکونو دسه شنبی په ورځ په ٢ تنو ماشومانو باندی حمله وکړه چې په خپل پټی کی ېې کار کوه، خو دناټو ېوه وېاند نن ووېل دناټو ناټو پېلوټانو اصلا په هغو وسله والو سړو باندی برېد کوه چې دسړک پرغاړه ېې بم اېښوده.

نن جنرال پېټرس ېوه بېانېه خپره کړه او وېې وېل شاېد چې سهوا د اېتلافی ځواکونو دېوه هلېکوپتر پېلوټانو په سهوی توگه په ېو شمېر ملکی خلکو باندی د وسله والو سړو خېال کړی وی چی د سړک پر غاړه ېې داوبو ېوه نالئ پاکوله.

له بلی خوا په کابل کی دبشری حقوقو ېوه موسسه وې چې په روان کال کی ٣٩٠ ته ملکی خلک وژل شوی دي، چې په همدی موده کېد پروسږکال په نسبت ٧ فېصده زېاتوالی ښېې.

د حقوقو دڅارنی موسسه وېې چې کرزی، طالبان، امرېکا او ناټو ټول دې مسلې ته یو سېاسی رنگ ورکوی. موسسې په جنگ کی شاملو ټولو خواو باندی نن غږ وکړ چې دملکی خلکو د ژوند خوندی ساتلو لپاره دې خپل پوره کوښښ وکړی.

XS
SM
MD
LG