د لاس رسي وړ اتصالات

پټریس: له طالبانوسره جگړه کې لوړې ژورې شته


پټریس: له طالبانوسره جگړه کې لوړې ژورې شته
پټریس: له طالبانوسره جگړه کې لوړې ژورې شته

په افغانستان کې د امریکا او د ناتو د قواوو قوماندان جنرال ډیوډ پټریس وايي چې دی د طالبانو په مقابل کې په جگړه کې پرمختگ ویني خو بیاهم خبرداری ورکوي چې د دوی په مقابله کې لوړې او ژورې شته دي.

په هغه مرکه کې چې جنرال پټریس د ان بی سي سره درلودله، ده وویل چې هدف یې دادی چې طالبان له ماتې سره مخامخ شي او دوی بیا ددې توان ونه لري چې افغانستان بیا د انتقالي سخت دریځو ځاله شي.

پټریس وايي په افغانستان کې د ملي مصالحې خبره دې ته اړتیا پیدا کوي چې د افغانستان حکومت د طالبانو او نورو یاغي ډلو سره خبرو ته کښیني.

د پټریس دغه تبصره په داسې حال کې خپریږي چې امریکا د افغانستان په جگړه کې په دې وختونو کې ډیر زیات تلفات لیدلې ده.

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما د راتلونکی کال جولای میاشت د افغانستان نه د خپلو عسکرو د وتلو نیټه ټاکلې ده. پټریس وايي دی به جمهوررئیس ته د خپل مسلک په اساس ترټولو ښه سلا مشوره ورکړي خو د دې خبرې نه به هم وانوړي چې ورته ووايي دغه نیټه د امریکا د عسکرو د ایستلولپاره مناسب وخت نه دی.

XS
SM
MD
LG