د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي قوماندان وايي د قران سوزول خطرناک ثابتیږي


په افغانستان کې د ناټو او امریکا د قواو قوماندان جنرال ډیویډ پېټرییس وايي د فلورېډا د ایالت د یوې کلیسا له خوانه دا پلان چې د سپتمبر په ١١مه د قرآن کریم نسخې وسوزوي؛ د امریکا عسکر له خطر سره مخ کولای شي او د جگړې هڅو ته په عمومي ډول تاوان رسولی شي.

جنرال ډیوېډ پېټرییس د دوشنبې په ورځ وویل چې د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب د سوزولو پلان دقیقا هماغه عمل دی چې طالبان به یې د تبلیغاتو لپاره استعمال کړي.

هغه وویل چې دا کار فوق العاده ستونزې پیدا کولای شي. نه یوازې په افغانستان کې بلکه په هر ځای کې چې امریکا له اسلامي ټولنو سره اړیکې لري.

د امریکا د فلوریډا ایالت د یوې کلیسا مشران وایي چې دوی به د سپتمبر په یوولسمه په امریکا کې د ترورستي حملو د نهمې کلیزې د نمانځلو پر وخت، د قران پاک نسخو ته اور ورته کړي.

په دغو حملو کې تقریبا درې زره کسان وژل شوي وو.

رپوټ وايي چې دغې کلیسا ته حکومت اجازه نده ورکړې چې قران وسوزوي خو سره له دې هم هغوی لوړه کړې ده چې خپل پلان پر مخ یوسي.

له بلی خوانه، په کابل کی د امریکا د متحده ایالاتو سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا حکومت به په هیڅ صورت چا ته اجازه ورنکړي چې د اسلام په ضد کومه بې احترامي وکړي.

د امریکا سفارت وايي دوی په دې ډیر اندیښمن دي چې ځنیې کسان له کسته، د یوې قومي ډلې یا مذهب د بې احترامۍ کولو قصدي اراده لري.

نور تفصیل:

پرون په کابل کې په سلهاو کسان سړکونو ته راوتلي وو او د امریکا د هغې کلیسا په ضد یی احتجاج کاوه چې د قران پاک نسخو ته د اور ورته کولو پلان یې جوړ کړی.

مظاهره کوونکیو د کابل د یو جومات مخې ته مظاهره د احتجاج پر وخت د امریکا پر ضد شعارونه ورکول او ویل یې چې مرگ دې وي پر امریکا باندې.

همدې ته ورته مظاهرې د اندونیزیا د جاکارتا په ښار کې د امریکا له سفارت نه بهر هم د شنبې په ورځ وشوې.

XS
SM
MD
LG