د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال پیټریس وایي د طالبانو د زور او قوت مخه یې نیولې ده


Newly elected Pope Francis, Cardinal Jorge Mario Bergoglio of Argentina, appears on the balcony of St. Peter's Basilica at the Vatican, March 13, 2013.
Newly elected Pope Francis, Cardinal Jorge Mario Bergoglio of Argentina, appears on the balcony of St. Peter's Basilica at the Vatican, March 13, 2013.

د امریکا او ناټو د قواوو عمومي قوماندان ستر جنرال ډیوډ پیټریس وایي چې نړیوالو قواوو پدې تیرو څو میاشتو کې د افغانستان په زیاتو برخو کې د طالبانو د زور او قوت مخه نیولې ده او حتی د هغوي په جګپوړه مشرانو باندې یې فشار زیات کړیدی چې د افغانستان د حکومت سره د سولې خبرې وکړي.

جنرال پیټریس پخوا د افغانستان په مشخصو ځایونو کې د پرمختګ خبرې کولې خو هغه اوس وایي چې افغان او نړیوالو قواوو په تیرو شپږو میاشتو کې د افغانستان په زیاتو برخو کې حالات بدل کړیدي.

" زما په اند د افغانستان په زیاتو برخو کې د طالبانو د زور او قوت مخه نیول شویده او زیاتې سیمې هم د هغوي د کنترول نه وتلي دي. خو اوس هم داسې ځیني ځایونه شته دي چې هغوي په محلي کچه قدرت لري. خو که چیرته په مجموع په افغانستان کې حالاتو ته وکتل شي نو طالبانو ته سخته ضربه رسیدلې ده او سخت تر فشار لاندې دي. "

پیټریس همدارنګه وویل لا هم سخته جګړه پاتې ده او بله دا چې سږ کال د امریکایي قواوو مرګ ژوبله پدې خاطر زیاته شوې وه ځکه چې هغوي د افغانستان په جنوب کې د طالبانو په مرکزونو کې پوځي عملیات زیات کړل او همدارنګه د پوځیانو شمیر هم زیات شوی ؤ.

جنرال پیټریس وایي د طالبانو د محلي قوماندانانو او جنګیالیو پر ضد د امریکا د خاصو قواوو عملیاتو هم زور اخیستی دی، او له بلې خوا د افغانستان حکومت او نړیوالو مرسته کوونکو هیوادونو د ملک په زیاتو برخو کې د امنیتي وضعې د ښې کیدو لپاره کوټلي ګامونه اخیتسي دي، د حکومت دارۍ او پرمختګ لپاره یې هم زیات کار کړیدی او همدا وجه ده چې د طالبانو ځینو جګپوړو مشرانو هم دیته غاړه ایښې ده چې غواړې د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

" مونږ داسې فکر کوو چې د طالبانو د منځنې کچې مشرانو او حتی ځینو جګپوړه مشرانو دیته زړه ښه کړیدی چې غواړي بیرته افغانستان ته راشي. او دا ښکاره خبره ده هر څومره چې په افغانستان کې د هغوي په جنګیالیو باندې فشار زیاتيږي نو په هماغه اندازه هغوي هم دیته زړه ښه کوي چې بیرته خپل هیواد ته راستانه شي ځکه چې هغوي هم د همدې خاورې بچیان دي او د ځینو دلایلو په خاطر بې لارې شویدي."

د افغانستان د ګاونډیو په برخې کې جنرال ډیوډ پیټریس وویل ایران د افغانستان د حکومت سره مرستې کوي او هم د هغو ډلو سره مرستې کوي چې غواړي دغه حکومت ړنګ کړي.

"‍ ایران تر ډیره حده هغو طالبانو ته پیسې، روزنه، او وسلې ورکوي او حتی لارښوونه هم ورته کوي چې د افغانستان په لویدیځیو او جنوب لویدیځو برخو کې فعالیت کوي. "

جنرال پیټریس وویل د طالبانو سره د ایرن مرسته کول خورا عجیبه ده ځکه ایران دا نه غواړي چې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسیږي خو په عین وخت کې بیا دلته د نړیوالو قواوو د ژوند د ناآرامه کولو هڅې هم کوي او د طالبانو سره مرستې کوي.

XS
SM
MD
LG