د لاس رسي وړ اتصالات

فلیپین د امریکايي ځوکونو لپاره څلور نورې پوځي اډې هم اعلان کړې 


امریکايي سرتېري
امریکايي سرتېري

د فلیپین حکومت نن دوشنبه اپریل درېیمه (وري۱۴) د متحدو ایالتونو د پوځ لپاره څلور نورې اډې هم اعلان کړې چې یوه یې د چین د جنوبي سمندر لانجمنې سیمې ته نژدې او بله یې هم له تایوان څخه ډېره لېرې نه ده.

د فلیپین حکومت وايي چې د امریکا پوځ له دغو اډو څخه کار اخیستلای شي. د ولسمشر د مطبوعاتو دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا څلور واړه سیمې «مناسبې او دواړو خواو ته ګټورې» ګڼل کېږي.

امریکا او فلیپین زاړه متحدین دي او د فبرورۍ په میاشت کې یې موافقه وکړه چې په «ستراتیژیکو سیمو کې» به همکاري زیاتوي چې د تایوان په اړه د چین د تمایلاتو او د چین په جنوبي سمندر کې د بیجینګ د تاسیساتو د جوړولو مخه ونیسي.

دواړو خواو په ۲۰۱۴ کال کې د «دفاعي همکاریو د پراختیا تړون» لاسلیک کړ، چې په اساس به یې امریکايي ځواکونه په فلپین کې پنځه اډې ولري.

د دغو اډو شمېر نهو ته زیات شو، خو د فلپین حکومت د څلورو نویو اډو په اعلان کې لږ ځنډ ځکه وکړ چې په اړه یې له سیمه ایزو چارواکو سره په خبرو بوخت و.

په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي دي چې ولسمشر فردیناند مارکوس د فلپین په شمال کې درې پوځي اډې تصدیق کړې، چې د کاګیان په ایالت کې یوه بحري اډه او یو هوايي ډګر او په ګاونډي ایالت اسابیلا کې یو پوځي کمپ په کې شامل دي.

د کاګیان په ایالت کې بحري اډه د تایوان څخه شاوخوا ۴۰۰ کیلیو میتره لېرې ده. او څلورمه اډه یې د پالاوان ټاپو په اخره د بالابک په ټاپو کې ده چې د چین جنوبي سمندر ته نژدې ده.

څو ورځې مخکې د فلیپین ولسمشر وویل چې د نویو پوځي اډو په مشخص کېدو سره به یې د هېواد د لوزون د لوی ټاپو د ساحلي کرښې په ګډون د ختیځ ساحل دفاعي وړتیا زیاته شي.

بیجینګ واشنګټن تورن کړی چې په فلپین کې د خپل پوځي حضور په زیاتولو سره «سیمه ایزه سوله او ثبات» له خطر سره مخامخ کوي، خو دا کار له فلپین سره د یو همکارۍ په اساس شوی دی.

د نویو پوځي اډو په اړه په فلیپین کې هم ځینې مقامات خوښ نه دي، دوی فکر کوي چې ممکن په دې کار سره فلپین د تایوان په سر د چین او امریکا ترمنځ د پوځي شخړې میدان شي.

خو د فلیپین ولسمشر فردیناند مارکوس ویلي دي چې له چارواکو سره یې د نویو اډو په ارزښت خبرې کړي.

XS
SM
MD
LG