د لاس رسي وړ اتصالات

په فلپین کې یوه کښتۍ ډوبه شوې او ۵۹ تنه مړه شوي دي


چارواکي وايي دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ شوې ده.
چارواکي وايي دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ شوې ده.

د فلپين د ساحل د ساتوونکو ویاند پېډرو تینامپی وايي کښتۍ چې ۲۷ مېتره لاندې په اوبو کې ډوبه شوې وه، اوس راویستل شوې ده او داسې نه ښکاري چې په ورکو شویو کسانو کې دې څوک ژوندي پاتې وي.

هغه وویل" که نن څوک پېدا نشول، سبا به پرېکړه کوو چې لټون ودرو او که نه. "

ښاغلي ټینامپی وویل چې د ۱۴ ماڼو ګانو په ګډون په کښتۍ کې ۲۰۰ مساپر سپاره وو چې دا له ټاکلې اندازې زیات دي.

په ژغورل شویو کسانو کې درې بهرنیان هم دي، چې دوه یې کاناډایان دي.

دغه ترانسپورټي کښتۍ د پنجشنبې په ورځ د لیټي په ټاپو کې د یرموک له ښار نه د کاموټز ټاپو ته په لاره وه چې په سمندر کې ډوبه شوه.

لومړنیو راپورونو د مړیو ارقام کم ښودلي وو.

ابتدايي تحقیقات ښيي چې خراب موسم او د کښتۍ په یوې ماتې شوې دړې باندې د ګڼو مساپرو کېناستل د دغې پېښې لامل شوي دي.

عیني شاهدان وايي کله چې کښتۍ په ښي طرف تاووه شوه د اوبو زورورو څپو لاندې کړه چې ټول مساپر د کښتۍ بلې خوا ته ورټول شول او کښتۍ ډوبه شوه.​

د ژغورنې ډلې د جمعې په ورځ د پېښې ځای ته کېرنګ وړی و چې ماته شوې کښتۍ په بلې ډډې واړوي چې نور مړي هم پېدا کړي.

په فلپین کې هر کال د کښتیو د ډوبېدو په پېښو کې لسګونه کسان مړه کیږي.

د دغه کار علت په کښتیو کې له اندازې د ډېرو کسانو ځای پر ځای کول او د کښتیو د خوندیتوب خراب معیار ښودل کیږي.

فلپين چې شاوخوا ۷۰۰۰ ټاپوګان لري کښتۍ په کې د ترانسپورت او انتقال یوه مهمه وسیله بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG