د لاس رسي وړ اتصالات

د فزیک د نوبل جایزه درېو ساینس پوهانو ته ورکړل شوه


 د نوبل د جایزې تر څنګ دغو پروفیسرانو ته نهه لکه او دیرش زره امریکایي ډالر هم ورکول کیږي
 د نوبل د جایزې تر څنګ دغو پروفیسرانو ته نهه لکه او دیرش زره امریکایي ډالر هم ورکول کیږي

د فزیک د نوبل جایزه سږ کال د متحده ایالاتو دریو پروفیسرانو ته ورکړل شوه چې اصلاً په برتانیه کې زیزیدلي دي خو اوس د متحده ایالاتو په پوهنتونونو کې پروفیسران دي.

دغو درېو پروفیسرانو ډیوډ جې توسلز، ایف ډنکن هلداني او جې مایکل کاسټیرلتز د جامدو موادو د کیفیت په هکله تحقیقات کړیدي. هغو د مادو د حالاتو په هکله کشفیات کړیدي چې د کمپیوټرونو او نورو الکترونکي شیانو کې ترې کار اخیستل کیدی شي.

دغو پروفیسرانو ته دا جایزې د هغو کارونو لپاره ورکړل شوې چې هغوي په اویایمې او اتیایمې لسیزې کې کړیدي.

د سویډن د ساینس شاهي اکاډمۍ ویلي دي چې د دغو ساینس پوهانو د زحمت له وجې په مختلفو مراحلو کې د مادې هغه حالات په ډاګه شول چې تر نن پورې د یو راز په شکل پټ پاتې و.

د نوبل د جایزې تر څنګ دغو پروفیسرانو ته نهه لکه او دیرش زره امریکایي ډالر هم ورکول کیږي چې پخپلو کې به یې ویشي.

XS
SM
MD
LG