د لاس رسي وړ اتصالات

په فاریاب کې دوه زره ماشومان په والگي اخته شوي


د نیمونیا د ناروغۍ عمده نښې نښانې ټوخی، بلغم، تبه، لړزه، کانگې او نفس تنگي دي.
د نیمونیا د ناروغۍ عمده نښې نښانې ټوخی، بلغم، تبه، لړزه، کانگې او نفس تنگي دي.

والگی یا سینه بغل او یا هم په طبي ژبه نیمونیا چې د ماشومانو د ژمي د موسم یوه وژونکې ناروغي ده، د روغتیایي مقاماتو په وینا کیدای شي چې مخه یې ونیول شي.

د افغانستان د روغتیا وزارت شمیرې ښي چې له شلو څخه تر ٢٥ فیصدو پورې ماشومان په سینه بغل اخته کیږي. ددې وزارت د نویو شمیرو له مخې ٢٨ ماشومان د فاریاب په ولایت کې او ١٢ په کابل کې ددې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وایي چې سږکال د هیواد په زیات شمیر ولایتونو کې په ځانگړې توگه په کابل کې ماشومان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

ښاغلی فیروز وایي " لس یا اوه کاله دمخه په افغانستان کې د نیمونیا په وجه د ماشومانو مړینه ډیره وه، خو الحمدالله د انفلاونزا د واکسین د شتون په وجه دغه مړینې ډیرې راکمې شوې دي."

د فاریاب ولایت څخه نوي رپوټونه ښي چې په دې ولایت کې نژدې دوه زره ماشومان په والگي اخته شوي چې دې جملې نه ٢٨ تنه یې تلف شوي دي.

له بلې خوا په کابل کې د ماشومانو د روغتیا د روغتون مسؤلین هم وایي چې په تیرو دوو میاشتو کې شاو خوا ۲۳۰ ماشومان چې په نیمونیا باندې اخته وو په دې روغتون کې بستر شوي وو.

ددې روغتون رئیس نورالحق یوسفزی وایي چې یواځې په دې روغتون کې سږکال ١٢ ماشومان د سینه بغل له وجې مړه شوي دي په داسې حال کې چې تیر کال دا شمیره ٢٨ تنه وه.

د پنځو کالو څخه ټیټ عمر لرونکي ماشومان او په ځانگړې توگه د سړو سیمو اوسیدونکي تر ټولو زیات د والگي پر ناروغۍ اخته کیږي. خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د هیواد په کچه په دې ناروغۍ باندې د اخته کسانو دقیقې شمیرې نه لري.

د نیمونیا د ناروغۍ عمده نښې نښانې ټوخی، بلغم، تبه، لړزه، کانگې او نفس تنگي دي.

روغتیایي کار کوونکي او ډاکتران وایي چې په دې ناروغۍ اخته کسان باید ژر تر ژره روغتون ته ورسول شي.

XS
SM
MD
LG