د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او پولنډ پر اوږدمهاله اقتصادي همکاریو غږیږي


د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادو سلاف شیکاراسکي د خبرو لپاره کابل ته تللی

د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادو سلاف شیکاراسکي د خبرو لپاره کابل ته تللی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي له افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو د وتلو سره سم به پدغه هیواد کې لویه اقتصادي تشه رامنځته شي او پدی هکله یې سر له همد اوسه له نړیوالې ټولنې په تېره بیا له اروپايي ټولنې سره خبرې پیل کړي دي.

زلمي رسول نن په کابل کې له خپل پولنډي سیال رادو سلاف شیکاراسکي سره یو ځای خبریالانو ته وویل چې ددې احتمالي ستونزې د مخنیوي لپاره دوی دواړو خبرې کړي دي.

‪ښاغلي رسول وویل: "د افغانستان او اروپايي اتحادېې ترمنځ د اقتصادي اوږد مهالې همکارۍ قرارداد په سر به بحث وشي، ما له دې هرکلی وکړ او امکان لري چې ژر به پرې کار پيل شي"‪

ښاغلي رسول وویل د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر ورته ډاډ ورکړی چې په یوه داسي اقتصادي تړون به بحث وشي چې له دوه زره او څوارلسم کال وروسته چې د امنیت د انتقال پروسه پای ته رسیږي د دواړو هیوادونو تر منځ اوږد مهاله اقتصادي همکاري تضمین کړي.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر چې هیواد یې د اروپايي اتحادیې دوره یي مشرتوب په غاړه لري وویل چې هیواد یې هم حاضر دی افغانستان سره د دوه سوه ملیونه ایرو اقتصادي تړون لاسلیک کړي.

هغه دا ډول زیاته کړه چې پولنډي عساکر د ناټو تر چوکاټ لاندې په غزني کې میشت دي او هر کله چې افغانان د غزني امنیت په خپله د ساتلو جوګه شي نو پولنډ به ترې عسکر وباسي.

XS
SM
MD
LG